د غزني اجرستان ولسوالۍ له دوه ورځو د طالبانو په کلابندۍ کې ده

د اجرستان ولسوال حمیدالله حسیب‌زوی سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د تېرې جمعې په سهار له څوو خواوو د ولسوالۍ په ودانۍ، امنیې قوماندانۍ او څو پوستو بریدونه وکړل او لا هم د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښه روانه ده.

حمیدالله حسیب‌زوی وویل، تراوسه پورې په نښته کې ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۰ تنه ټپيان شوي دي. هغه وايي، دغې ولسوالۍ کې له شاوخوا پوستو سره اړیکه هم پرې شوې ده.

د اجرستان ولسوال خبرداری ورکوي، که چېرې دغې ولسوالۍ ته تازه‌دمي ځواکونه ونه لېږل شي؛ د طالبانو لاس ته به ولوېږي.

اخوا د غزني ولایت امنیې قوماندان فرید مشعل وايي، طالبانو له هلمند، روزګان او د غزني له نورو ولسوالیو د طالبانو په را غونډولو سره په اجرستان ولسوالۍ پراخ برید کړی چې سیمې کې سخته جګړه روانه ده.

د غزني پولیسو قوماندان زیاتوي، تراوسه پورې د امنیتي ځواکونو تلفاتو په اړه کره معلومات نه‌لري؛ خو په نښتو کې ۲۷ طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

د غزني ولایتي شورا غړي وايي، که چېرې اجرستان ولسوالۍ د دولت له کنټروله بهر شي دا چې دغه ولسوالۍ غرنۍ ده، بیرته نیول به یې ستونزه کار وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام