غني: زه شاه‌ شجاع او یعقوب‌خان نه یم چې د هر تړون په پای کې لاسلیک وکړم

ولسمشر غني تېر ماښام د ځانګړیو ځواکونو له مسوولانو سره چې څه موده مخکې یې په غزني کې ۳۰ کسان د طالبانو له بنده راخوشې کړل، ولیدل او وستایل.

نوموړي نظامي مسوولانو ته په خطاب کې وویل، تر هغې چې سوله راځي، تاسې د جګړې مسوولیت لرئ او په‌دې برخه کې به هېڅ ځنډ نه وي.

ولسمشر وویل چې زه شاه شجاع او یعقوب‌خان نه یم چې د هر تړون په پای کې لاسلیک وکړم او سوله هغه مهال د منلو ده چې د امنیتي ځواکونو رول په‌کې روښانه وي.

غني زیاتوي، هغه کسان چې نور یې په زوره د سولې مېز ته کېنوي، باید د امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو په اړه خبرې و نه‌کړي او که شهامت لري خپل زور دې د مبارزې په میدان کې وښيي.

د ولسمشر په وینا، امنیتي ځواکونه د پر ځان بسیا کېدو په حال کې دي او هغه سوله چې د دغو ځواکونو رول په‌کې تضمین شوی نه وي، د منلو نه ده.

ولسمشر اشرف غني په‌دې غونډه کې وویل، امنیتي ځواکونه، په ځانګړې توګه کومانډویان د هېواد رښتیني بچیان دي د امنتیاز او حقونو لپاره نه، بلکې د هېواد، نظام او ملي ګټو لپاره مبارزه کوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام