د افغانستان د علماوو شورا نن په کابل کې د یوې غونډې پر مهال د جګړې د ښکېلو خواوو ترمنځ د اوربند غوښتنه وکړه.
د علماوو شورا غړی ګلاحمد صدیقي وايي، په سوله کې خیر دی او حکومت او طالبان باید د خدای د رضا او روژې میاشتې ته د درناوي لپاره اوربند اعلان کړي.
د علماوو شورا یو بل غړی مولوي شېراحمد هم له حکومته غواړي چې په هېواد کې د سولې او ثبات د تامین لپاره هېڅکله هم پر شا تګ ونهکړي او پهدې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د علماوو شورا په هېواد کې ترهګریزې پېښې غندي او له حکومت نه غواړي چې د علماوو امنیت خوندي کړي.
د دې شورا د غړیو په وینا، که څه هم دیني عالمانو په ټولو برخو کې د دولت ملاتړ کړی او کوي یې، خو په وینا یې حکومت تراوسه د علماوو د ژوند خوندیتوب لپاره لازم کار نهدی کړی.