په کندوز ولایت کې خپل سرو وسله والو د دغه ولایت ختیځې دروازې ته نږدې د شینوارو کلي په چرخاب سیمه کې د غنمو د عشر ټولولو په سره نښته کړې، چې درې تنه په کې وژل شوي او یو تن په کې سخټ ټپي شوی دی.
د کندوز والي اسدالله عمرخېل په دې اړه نن (چهار شنبې) په یوې خبري غونډې کې وویل، چې دغه نښته د حکومت تر کنترول لاندې سیمه کې را منځته شوې ده او دوی په جدي ډول دغه پېښه څېړي.
عمرخېل وویل، چې دغو ډلو له خلکو نه په زور سره عشر ټولولو. والي وايي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي، چې له خلکو عشر ټول کړي.
په ورته وخت کې په همدې خبري غونډه کې د امنیې قوماندانۍ سرپرست او د امنیت امر معصوم هاشمي صافي خبریالانو ته وویل، چې د دغو ډلو قوماندان یې د دوی له درې ساتونکو سره نیولي دي.
صافی وايي، چې نیول شوي قوماندانان "قدوس چپه" او "قوماندان حکمت" نومېږي، چې هر یو یې ۲۰ نا مسووله وسله وال کسان لري. د امنیې قوماندانۍ سرپرست وویل، چې نیول شوي کسان به په هېڅ ډول د قانون له منګولو تېښته ونه کړای شي.
خو په ورته وخت کې د شمال ختیځ ۸۰۸ سپين غر زون قوماندان شیر عزیز کاموال وايي، چې په دې پېښه کې طالبانوهم لاس درلود.
د کاموال په خبره، دغه پېښه نن ګهیځ داسې مهال رامنځته شوه، چې طالبان دې سیمې ته د عشر ټولو له پاره ورغلي وو.
دی وايي، چې دغه ډلې له سیمې د طالبانو د شړلو له پاره ورغلې وې، خو د طالبانو له تېښتې وروسته په سیمه کې له طالبانو د پاتې شوي عشر پر سر په شخړه اوښتي.
د شینوارو کلي ځېنې بزګران وايي، چې د دې ۲ ډلو د نښتې له امله یې درمندونه سوځېدلي دي. دوی زیاتوي چې په سیمه کې د خپل سرو وسله والو ډلو موجودیت د حکومت کمروزي ده.
دا لومړی ځل نه دی چې په کندوز او شاوخوا ولایتونو کې غیر مسووله وسله والې ډلې نښتې کوي او له امله یې ولسي خلکو ته تاوانونه اوړي، له دې وړاندې هم داسې راپورونه وو، چې په کندوز او بغلان کې غیر مسوول وسله وال له خلکو عشرونه او نقدي جریمې ټولوي.