د عدلي او قضايي مرکز کارکوونکو وژل؛ د مافیا له لوري خبرداری

د فساد سره د مبارزې عالي ادارې رییس سید حسین فخري

له اداري فساد سره د مبارزې ادارې مسوولین وايي، د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د دوو مامورنیو وژل کېدل د مبارزې بهیر ته جدي خبرداری دی.

د تېرې دوشنبې په ورځ ناپېژاندو وسله والو د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز دوه کارکوونکي په قمبر څلور لاره کې ووژل.

د دې پېښې مسوولیت تراوسه هېڅ ډلې نه دی منلی.

د فساد سره د مبارزې عالي ادارې رییس سید حسین فخري وايي، که حکومت د دوی د مامورینو امنیت خوندي نه کړي د فساد سره د مبارزې بهیر به سخت شي.

د فخري په خبره، مافیايي کړۍ او زورواکي د فساد دوسیې لري او دغه ډلې د دې ادارې په مامورینو بریدونه کوي.

د اداري فساد سره د مبارزې شبکې رییس خان زمان امرخېل وايي، تراوسه په هېواد کې د فساد سترې دوسیې په جدي توګه څېړل شوي نه دي او په دې برخه کې شوي ډېر کم اقدامات هم د واکمنو کړیو له خوا چې فساد کې ښکېل دي د زغم نه دي.

امرخېل وايي، که د فساد سره د مبارزې بنسټونو په کارکوونکو د بریدونو مخنیوی ونه شي د فساد له پاره نوره زمینه هم برابریږي.

د اداري فساد د درنو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو له امنیتي بنسټونو د تېرې ورځې د برید د عامیلینو د نیولو غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ځای ناستي ویاند نجیب دانش وايي، د دغه برید د عامیلنو معلومولو او نیولو په برخه کې څېړنې پیل شوي دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام