یوې باوري امنیتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې د ازبکستان اسلامي تحریک پخواني رهبر طاهر یولداش زوی د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ ته د داعشي وسله والو منظمولو له پاره ورغلی دی.
دغه سرچینه وايي، د طاهر یولداش زوی د صیاد ولسوالۍ په یکه توت سیمه کې، چې د جوزجان درزاب ولسوالۍ سره ګډه پوله لري اوسېږي.
د دې سرچینې پر خبره، د سرپل په صیاد او کوهستانات ولسوالۍ کې شاخوا ۴ زره داعشي وسله وال، طالبان او بهرني وسله وال پراته دي.
سرچینه خبرداری ورکوي، که ژر تر ژره په دې ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات ونه شي لومړی به صیا او ورپسې به نورې ګاونډۍ ولسوالۍ د داعش ډلې لاسته ورشي.
په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ازبکستان اسلامي تحریک رهبر طاهر یولداش د مړینې خبر خبور شو.
د دې ډلې وسله وال له طالبانو او القاعدې ډلې سره یو ځای په افغانستان او پاکستان کې جګړه کوي.
طاهر یولداش په منځۍ اسیا کې د اسلام پالو سخت دریځو ډلو یو له مهمو مشرانو څخه ګڼل کېدلو.