د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې دوحې ته د خلیلزاد د سفر اعلان ترڅنګ ویلي، افغان مشران باید د سولې لپاره له دې تاریخي فرصته ګټه واخلي.
اعلامیه کې ویل شوي چې خلیلزاد د بینالافغاني خبرو هرڅه ژر پیل په موخه د امریکا د هڅو مخکې وړلو لپاره سیمې ته سفر کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټولو لوريو د افغانانو ترمنځ د خپلمنځي خبرو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو لپاره اړين ګامونه اخيستي او اوس یې وخت دی چې دغه خبرې پیل شي.
په ورته مهال د قطر حکومت ځینو سرچینو ویلي، د بینالافغاني خبرو پیل پر وړاندې تخنیکې مسلې د هوارېدو په حال کې دي.
خو قطر کې د سولې بینالافغاني خبرو لپاره لا هم دغه هېواد ته د افغان حکومت د سولې د مرکهچي پلاوي د سفر نېټه نه ده معلومه شوې.
له دې سره د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغې ډلې له اوږدو بحثونو وروسته د سولې لپاره خپل مرکهچي پلاوي کې بدلونونه راوستل او مولوي عبدالحکیم چې د طالبانو قاضي القضات بلل کېږي، د دغه پلاوي مشر او شېر محمد عباس ستانکزی د مرستیال په توګه اعلان شوی دی.
ذبیح الله مجاهد لیکلي، چې د دوی پلاوی ۲۱ غړي لري او د طالبانو مشر ملا هبت الله تایید کړی دی او محمد نعیم وردګ د سهیل شاهین پر ځای د دغې ډلې د سیاسي دفتر ویاند په توګه ټاکل شوی.