د طالبانو او حکومت عکس‌العمل کې عام‌ولس قرباني شو

وسله‌والو طالبانو او حکومت په هلمند او کندهار کې د یو بل ترولکې لاندې سیمو پر اوسېدونکیو برېښنا بنده کړې‌ده.

وسله‌والو طالبانو ترهغې وروسته چې دولت یې له کجکي بنده د ډېرو اوبو خوشې کولو غوښتنه ونه‌ منله، د دولت ترولکې لاندې سیمو پراوسېدونکیو برېښنا بنده کړه.

طالبانو د دې ترڅنګ د برېښنا ریاست هغه ۷ کارکوونکي هم یرغمل کړي چې د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې یې د برېښنا مزي بېرته تړل.

داسې ښکاري چې د هلمند او کندهار چارواکیو یې هم په غبرګون کې د هغو سیمو برېښنا بنده کړې چې د وسله‌والو طالبانو په واک کې دي.

د کندهار د والي دفتر مطبوعاتي مسوول عزیزاحمد عزیز سلام‌وطندار ته وویل چې طالبانو د برېښنا ریاست له مسوولانو غوښتي وو چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو ته ډېره برېښنا او له کجکي بنده ډېرې اوبه ورخوشې کړي.

د ده په وینا، حکومت او د برېښنا ریاست مسوولانو د طالبانو غوښتنو ته د «نه» ځواب ورکړی چې هغوی یې هم په غبرګون کې د کندهار او هلمند ولایتونو د برېښنا مزي پرې کړي دي.

عزیز وايي، د هلمند او کندهار والیانو هم د طالبانو د دې کار په غبرګون کې د ورته اقدام پرېکړه کړې ده.

خو د کندهار اوسېدونکي په دې ولایت کې د زیاتې تودوخې او د برېښنا بندېدو شکایت کوي او وايي، طالبان او حکومت دې د خپلو غوښتنو له‌پاره د عامو خلکو حقونه تر پښو نه لاندې کوي.

د کندهار اوسېدونکي سیداحمد او سعید په‌دې اړه سلام‌وطندار ته وویل چې دې ولایت کې د تودوخې درجه لوړه ده او د برېښنا او اوبو نه‌موجودیت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی له دولت او وسله‌والو طالبانو غواړي چې د خپلمنځو ستونزو له کبله دې د دوی ژوند نه سختوي او ژر تر ژره دې برېښنا ورخوشې کړي.

 خو د کندهار د برېښنا ریاست مسوول امان‌الله ایوب فاروقي هم د برېښنا او اوبو نه‌شتوالي برخې کې د خلکو ستونزې مني، خو وايي، له وسله‌والو طالبانو سره یې په‌دې اړه خبرې اترې روانې دي.

فاروقي له وسله‌والو طالبانو او حکومت نه هم غواړي چې برېښنا د خلکو حق دی او دوی دې یې د وسیلې په توګه نه کاروي.

د کندهار د برېښنا رییس زیاتوي، ټولو ښاریانو ته د جنراتورونو په وسیله د برېښنا رسولو ظرفیت نه‌لري او که وسله‌وال طالبان دې ښار ته برېښنا خوشې نه‌کړي؛ خلک به له ګڼو ستونزو سره مخ شي.

د چارواکو په وینا، کندهار ښار ټولټال ۱۵۰ مېګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې ۲۰ مېګاواټه یې له هلمنده رالېږدوي او لږ نوره یې هم د جنراټورونو په وسیله تولیدوي، خو له تېرو دوو شپو راهیسې کندهار او هلمند دواړه تیاره دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام