د شکایتونو کمېسیون: د نږدې ۹ سوو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون منشي محمدقاسم الیاسي نن په کابل کې یوې ناستې ته وویل، په ۲۰ یا هم ۲۱ ولایتونو کې د رایې اچونې د ۸۷۰ محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.

هغه وویل، په پروان کې ۴۴ محلونه، لغمان کې ۴۳، پنجشیر کې یو، بغلان کې یو محل چې ښایي ډېر هم وي، غزني کې ۶۶ محلونه، بدخشان کې ۶۲، تخار کې ۷۰،  کندوز کې ۳۹، سرپل کې ۴، غور کې ۵۱، زابل کې ۶۱، هرات کې ۵۹ او په نیمروز ولایت کې به هم د ۱۷۷ محلونو رایې بیا وشمېرل شي.

الیاسي زیاته کړه، ښایې د راتلونکې دوشنبې په ورځ د ۹۵ سلنه شکایتونو د څېړلو لړۍ پای ته ورسېږي.

هغه وویل، په یو شمېر ولایتونو کې استناف غوښتنې ته نوملیکنه هم شوې، خو د کابل په اړه لا هم کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمېسیون د منشي په وینا، د ولایتی شکایتونو د کمېسیونونو د پرېکړو جزیات به هغه مهال له رسنیو سره شریک شي چې په رسمي توګه مرکزي دفتر ته ورسېږي.

خو د ټاکنو اړوند د مدني ټولنې غړي مبین‌الله ایماق سلاموطندار ته وویل، دا چې له ټاکنیز مهال‌وېش نه سرغړونه شوې؛ نو ښایي دا لړۍ اوږده شي.

د هغه په وینا، داسې ستونزې شته چې ښايي دا پروسه وغځوي.

د یادونې ده چې د ټاکنیزو شکایتونو له مهال‌ویش سره سم ټاکل شوې وه چی نن د شکایتونو د څېړلو لړۍ پای ته رسېدلې او کمېسیون په دې اړه خپل راپور وړاندی کړی وای.

خو د کمېسیون چارواکي وایي، په اوونی کې د پنجشنبې او جمعې ورځې کاري نه دي، خو په وینا یې، ۹۵ سلنه امکان لري چی دا لړی د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېږي او له هغه وروسته به ۱۵ ورځې د استیناف غوښتنې بهیر ونیسي.

اړوند مطالب:

«۳۵ سلنه ثبت شوي شکایتونه بې اعتباره دي»

ټاکنو کمیسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون ته معلومات نه ورکوي

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون: د ټاکنو خپلواک کميسيون ۱۲زره دوسيې شواهد نه لري

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام