«د سیمې هېوادونه دې د سولې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې کړي»

ولسمشر محمداشرف غني تېره شپه د هند له لومړي وزیر نرېندرا مودي سره د قرغېزستان په پلازمېنې بیشکیک کې د لیدنې پر مهال د افغان سولې په برخه کې د سیمې هېوادونو پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

ولسمشر غني وايي، «د سیمې هېوادونه دې د افغان سولې په برخه کې خپلې همکارۍ همغږې او منظمې کړي.»

د نوموړي په وینا، «باعزته او تلپاتې سوله د افغانانو بنسټیزه غوښتنه او د حکومت لومړیتوب او مسوولیت دی.»

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي په یاده لیدنه کې ویلي چې «هېواد به یې د افغانستان د یوه سټراټېژیک همکار په توګه د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.»

هغه ټینګار کړی چې هند د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې «بین‌الافغاني خبرو اترو ملاتړ کوي.»

د دواړو هېوادونو مشرانو د یادې لیدنې پر مهال له ترهګرۍ سره د مبارزې، سیمه‌ییز اتصال، د اقتصادي او ټرانزیټي همکارۍ پراختیا او د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې اجماع په اړه خبرې کړې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام