د بهرنیو چارو وزارت وايي، د نړۍ او سیمې هېوادونو استازي چې د افغانستان وضعیت څاري، د طالبانو د تاوتریخوالي ډېروالي نه خوښ نه دي.
د دغه وزارت ویاند ګران هېواد وايي، د سولې لپاره د اجماع پیاوړتیا نړیوالې غونډې ګډونوالو چې تېره اوونۍ د افغانستان په کوربهتوب جوړه شوې وه، د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ وباله او له دې ډلې یې وغوښتل چې ژر تر ژره یې کم کړي.
دوی له طالب ډلې غوښتي چې ملکیانو ته له مرګژوبلې اړولو ډډه وکړي او د اوربند په کولو سره بینالافغاني خبرو اترو ته لار هواره کړي.
د دې غونډې ګډونوالو ټینګار وکړ چې طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو او د دولت بندیانو د خوشې کولو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
هېواد زیاتوي، افغانستان د قطر په ګډون په سوله کې له ټولو ښکېلو هېوادونو سره په اړیکه کې دی او ترې غوښتي یې دي چې تاوتریخوالي کمولو په برخه کې لازمو او عملي اقداماتو ته راضي کړي.
د سولې لپاره د سیمهييزې او نړیوالې اجماع د پیاوړتیا غونډې د تېرې اوونۍ په دوشنبې او پنجشنبې ورځو د ویډیوکنفرانس له لارې جوړې شوې.
د غونډو ګډونوالو دغه راز په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو د لاستهراوړنو پر ساتلو او تلپاتې سولې ته پر رسېدو ټینګار وکړ.
د یادونې ده چې ولسمشر محمداشرف غني د یادې غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د سولې په اړه ملي اجماع ته زیان اړولی دی.