د سیاسي ګوندونو او خوځښتونو په تړاو د ولسمشرغني بې‌پروايي

ځېنې ګوندونه او سیاسي خوځښتونه نیوکه کوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ یې غوښتنو ته پام نه‌دی کړی او دغه‌ راز وايي، د ټاکنو کمېسیون «دوه ګونی» چلن کوي. دوی زیاتوي، که غوښتنې یې وانه‌ا‌ورېدلې شي؛ له ټاکنیزو کمېسیونونو سره به همکاري بنده کړي او د ټاکنو تحریمولو په غوراوي به هم فکر وکړي.

په‌دې اړه د جمعیت اسلامي غړی دوکتور محی‌الدین مهدي او د اسلامي جنبش غړي بشیراحمد تهینج وویل، کله چې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره غونډې کوي، هغوی یې د وړاندیزونو په هکله ستونزې نه ویني؛ خو د ولسمشر په مخ کې بیا دغه وړاندیزونه غیرعملي ګڼي.

خو د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاندویۍ دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي وايي، ولسمشر غني د سیاسي ګوندونو له مشرانو سره په وروستۍ غونډه کې ژمنه کړې چې د ټاکنو په برخه کې د هغوی غوښتنې په مناسب ځای کې په پام کې نیول کېږي.

دغه ګوندونه او سیاسي خوځښتونه ټینګار کوي چې راتلونکې ټاکنې باید پر خپل ټاکنې وخت له ځنډ او ځنډ پرته وشي.

له یو نوماند نه بل هغه ته د خلکو د رایوضایع کېدو مخنیوي په موخه د رایو لېږد، ټولو افغانانو ته د رایو‌ ورکولو اسانتیا برابرول، د رایو د تړل شویو مرکزونو بېرته پرانېستل او د ټاکنو خپلواک کمېسیون په مرکزي او ولایتي دفترونو په جوړښت کې د سیاسي ګوندونو د استازیو له‌پاره د څارخونې جوړول د سیاسي ګوندونو او سیاسي خوځښتونو غوښتنې وې دوې اوونۍ مخکې یې له ولسمشرغنی او ټاکنو خپلواک کمېسیون سره شریکې کړې‌وې.

د دوی په وینا تر دامهاله دې غوښتنو ته پام نه‌دی شوی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام