د سیاستوالو فساد او دروغو؛ خلک له سیاسته زړه‌توري کړي

دې وروستیو کې چې سوله او ټاکنې د رسنیو سرټکو کې ځای لري؛ د ټولنیزو شبکو یو شمېر بې‌تفاوته کاروونکي د سیاستوالو لیکنو په اړه د سبزیجاتو، میوو او سپورټ ګټو په اړه خبرې کوي.

افغانستان کې داسې مهال له سیاسته له حده زیاته ګټه اخېستل کېږي چې ځېنې کسان له‌دې لارې شخصیت جوړولو او ټاکنیزو تبلیغاتو ته مخه کوي.

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکي وايي، د ملي یوالي حکومت مشرانو چې پر کړیو ژمنو عمل نه‌دی کړی او خلک له حکومته خوښ نه‌دي.

د فېسبوک یوه کاروونکې زهرا وايي، حکومت ژمنه کړې وه چې مختلفو برخو کې اصلاحات راولي؛ خو اوس ـ چې له‌دې حکومته څلور کاله تېرېږي ـ تراوسه د اصلاحاتو په راوستو نه‌دی بریالی شوی.

د زهرا په وینا، هغه څه چې د سیاستوالو له خولې بهر کېږي؛ خلکو ته په یوې پوچې خبرې بدل شوي او پر ځای د دې چې د خلکو پام جلب کړي؛ مسخره کېږي.

زهرا وايي، حکومتي چارواکي د خلکو پر وړاندې په دروغجنو کسانو بدل شوي‌دي.

یو شمېر سیاسي کارپوهان هم په‌دې باور دي چې افغانستان کې سیاستوالو په ناوړه چلند سره سیاست بې‌ارزښته کړی‌دی.

سیاسي کارپوه بسم‌الله رنجبر وايي، سیاستوالو کله هم پر خپلو ژمنو ـ چې د افغانانو سره یې کړي ـ عمل نه‌دی کړی او د خپلو شخصي ګټو په مطابق هر وخت خپل لیدلوري کې بدلون راولي.

سیاسي کارپوه بسم‌الله رنجبر

د ښاغلي رنجبر په وینا، یو شمېر سیاسي کارپوهان هم غیرتخصصي عمل کوي او سیاست ته د کوڅې خبره فکر کوي.

د هغه په اند، کوم کسان چې د سیاست علم په اړه په هېڅ نه پوهېږي او تجربه هم نه‌لري
 هر بې‌ارزښته کار د سیاست په نامه خکلو وړاندې کوي او په‌خپل دې کار سره یې د سیاست ارزښت کم کړی‌دی.

یو شمیر بیا په‌دې باور دي چې تش په نامه یا دروغجن سیاستوال د دې لامل شوي چې خلک یی پر وړاندې عقدوي چلند وکړي.

د پوهنتون استاد محمد حیدري وايي، خلک په ټولنیزو رسنیو کې پرته له کوم خنډ خپلې عقدې تشولی شي او د سیاستوالو په پاڼو کې د بې‌ربطه مطالبو لیکل هم، د سیاستوالو فساد، دروغ ویلو کم‌کاریو پر وړاندې د خلکو عقدو څخه سرچینه اخلي.

د ښاغلي حیدري په وینا، وزګارتیا، له ټولنیزو شبکو څخه د سمې کارونې تګلارې په اړه نه پوهېدل او او د مطالعې فرهنګ نه بنسټیزه کېدل هغه لاملونه دي چې خلک هر وخت مجازي فضا کې حضور ولري.

هغه همدارنګه وايي، چې له چاودنو، ځانمرګو بریدونو او ناامنیو څخه پرېشانه رواني حالت هم د دې لامل شوی چې افغانان د سیاستوالو لیکنو پر وړاندې د بې‌ربطه نظرونو په وړاندې کولو سره ځان ارامه کړي.

د سیاستوالو او سیاسي مسایلو په اړه د ټولنیزو شبکو د کاروونکیو بې‌ربطه غبرګون داسې مهال کې دی چی د طالبانو او امریکايي چارواکیو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي او ډېری سیاستوال په‌ دغسې سترو او مهمو لیکلو سره هڅه کوي چې له کاروان څخه شاته پاتی نه‌شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام