د سږ لومړۍ ربعه کې د ۴.۷ میلیونو ډالرو د تېلو بوټي صادر شوي

د احصايیې او معلوماتو مرکزي ادارې مسوولان وايي، دا وخت هېواد کې له غوړو حبوباتو په دودیز ډول غوړي تولیدېږي.

د احصاییې مرکزي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد سلام‌وطندار سره خبرو کې وايي، که‌چېرې له غوړو دانو نه د غوړیو تولید له‌پاره معیاري فابریکې جوړې شي؛ سره له دې چې د غوړیو او نورو هغو څېزونو ـ چې له غوړیو څخه جوړېږي ـ بیه کمېږي بلکې یو شمېر اوزګاره کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د ده په وینا، یوازې د ۱۳۹۷ کال لومړۍ ربعې کې د دې بوټو د تېلو له صادراتو نه ۴.۷ میلیونه ډالر عاید تر لاسه شوي‌دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي، تېرو کلونو کې یې له غوړو دانو نه د غوړیو تولید فابریکو جوړولو په برخه کې د کورنیو پروژو، ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري، ځېنې کارونه کړي‌دي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وايي، د کرنې پرمختګ او د کلیو پراختیا پروګرام یا کاردي‌ایف په مالي او فني همکارۍ، هلمند او بلخ ولایتونو کې د سوداګرۍ دوه لویې فابریکې جوړې شوي. د ده په خبره، دغه فابریکې کال کې له مالوچو څخه ۶۴ متریک ټنه غوړي تولیدولی شي.

همداراز، د اسیا پرمختیايي بانک په همکارۍ د نورو پروژو له لارې بلخ او ننګرهار ولایتونو کې هم د سوداګرۍ نورې کارخانې جوړې شوي چې په یوه میاشت ګې له ګیاوو نه ۹۰ مټریک ټنه غوړي تولیدوي.

ښاغلی رستمي وايي، د زیتونو غوړیو تولید برخه کې هم تېر کال د ننګرهار کانال تولیدي فابریکې، د پام وړ د زیتونو غوړي تولید کړي‌دي.

د کرنې وزارت مسوولان زیاتوي چې په دودیزه بڼه هم د هېواد شمالي برخو او کندهار او هرات ولایتونو کې د حبوباتو غوړیو تولید فابریکې فعاله دي چې د خصوصي برخې له لوري رامنځته شوي او که‌چېرې له غوړو دانو نه د غوړیو تولید فابریکو جوړولو په برخه کې لا ډېره پانګونه وشي؛ هېواد به ځان‌بسیاینې ته نږدې شي.

غوړ نباتات د کروندې له فرعي برخو نه شمېرل کېږي چې د یو هېواد اقتصادي برخه کې بنسټیز رول لوبوي.

مالوچې، کنجد، زغر، سایبین، زمیني‌بادام او افتاب‌پرست افغانستان کې له غوړو نباباتو ګڼل کېږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام