د سينګاپور لومړي وزير اعظم د ۹۱ کالو په عمر له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
هغه لي کوان نومېده او د اسیايي سیاستوالو په کتار کې تر ټولو پياوړی هغه شمېرل کېده.
د لي کوان زوی سين لونګ په خپله وينا کې د معاصر یا اوسني سينګاپور بنسټګر د مړيني خبر ورکړ.
لي، چې ۳۱ کاله لومړی وزیر و، د سنګاپور د اقتصادي بنسټګر او پراختیا ورکوونکي په توګه د ځينو نيوکو سره سره بیا هم هېوادوالو يې ورسره ډېره مينه درلوده.
د سينګار پور د لومړي وزير زوی په خپله وينا کې وویل، چې له رسمي ویر یوه اونۍ وروسته به د مارچ پر ۲۹ رسمي دولتي مراسم ترسره شي.
د لي د مړیني خبر د دوشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې خپور شو.
د سینګاپور لومړي وفات شوي وزير زوی سین لونګ په خپله وینا کې وویل، چې په خواشینۍ سره د "سینګاپور د بنسټګر او مخکیني لومړي وزیر لي کوان" د مړینې خبر اعلانوم.
دی د سختې واکمنۍ له کبله تر نیوکو لاندې هم و، ځکه لي د واکمنۍ پر مهال د وینا ازادۍ محدوده کړې وه او ځينې سياسي مخالفان يې هم زنداني کړي وو.
لي کوان یو د ورپېښې ناروغۍ له امله څو اونۍ په روغتون کې بستري و.
دی د خپلې واکمنۍ پر مهال د وړوکي سينګاپور نه یو لوی اقتصادي ښار جوړ کړ.
په دې اړه د ملګرو ملتونو د سازمان مشر بانکي مون هم خواشيني څرګنده کړې ده.