نن په کابل کې د ملي اجنډا په نامه د (سوله د ملي وفاق په هېنداره کې) تر عنوان لاندې په یو کنفرانس کې د هېواد د سیاستوالو په رابللو سره د سولې ملي پروسې په اړه بحث جوړ کړیو.
کنفرانس ته د حراست او ثبات شورا غړي محمدعمر داودزي په وروستیو کې د سولې د خبرو په اړه پیل شوې هڅې بریالۍ وبللې او زیاته یې کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې پرمختګ راغلی دی.
نوموړی همداراز وویل، طالبانو د قطر په دفتر کې ځېنې بدلونونه راوستي چې د سولې د خبرو د بري هیلې یې را ټوکولي دي.
ښاغلي داودزي زیاته کړه چې د زلمي خلیلزاد لهخوا د سولې د لړۍ پرمخبېولو ملاتړکوي. د هغه په خبره، افغان حکومت باید د سولې په خبرو کې څنډې ته نهشي او حکومت باید له ولس سره مشورې وکړي.
د ده په وینا، سوله شونې ده او د ده د معلوماتو لهمخې د حکومت او طالبانو ترمنځ به د سولې د مثاق په نامه یو تړون لاسلیک کېږي.له
دی سره لهدې چې دا حکومت یو قانوني حکومت بولي؛ خو له حکومت سره د داسی یو تړون د لاسلیکولو مخالف دی. د ده په باور، د ا حکومت په هغه حد کې نهدی چې د ولس په استازیتوب داسې مهم سند لاسلیک کړي.
د کنفرانس بل ګډونوال او د پخواني حکومت د امنیت شورا سلاکار رنګین دادفرسپنتا وویل، د سولې په اړه ټول افغانان یوه خوله دي؛ ټول سوله غواړي؛ خو کومه سوله؟ د سولې په څرنګوالي اختلافات شته چې څرنګه او له کومو لارو سولې ته ورسېدلی شو.
د ده په خبره ځېنې خواوې د طالبانو په زوره ماتول غواړي؛ خو حکومت وایي، هم جګړه کوي او هم سولې ته چمتووالی ښيي؛ مګر طالبان بیا وايي چې دا حکومت د امریکا لاسپوڅی دی، ضعیف ده، له امریکا سره خبرې کوي او ځېنې نورې څرګندونې کوي.
د سپنتا په وینا، پهدې اړه باید یوه ملي طرحه جوړه شي.
ښاغلي سپنتا وویل چې طالبان یوه چرکي ډله ده او پاکستان یې هم هراړخیز ملاتړ کوي.
ده وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې شوېدي؛ خو افغانان باید د سولې د خبرو په اړه معلومات ولري.
سپنتا وایي طالبان اوس د امریکا په شریکانو بدل شوي او دا نورو چې ۴۰ کاله قرباني ورکړې؛ په داسی خبرو کې حضور نهلري.
دا څرګندونې پهداسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې ده، د سولې عالی شورا یو څلورکسیز پلاوی مسکو ته د افغان سولې په کنفرانس کې د ګډون په موخه تللی دی.
یاد کنفرانس پاکستان او طالبانو د استازیو په ګډون د سیمې د هېوادونو یو شمېر استازیو په ګډون د روسیې په مسکو ښار کې جوړېږي.