د سولې په اړه له ولسمشرغني او عبدالله سره د خلیلزاد خبرې

افغان سولې لپاره د امريکا  د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد کابل ته په خپل سفر کې له ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې شورا له رييس عبدالله عبدالله سره ليدلي دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، په دې ليدنه کې چې ارګ کې شوې دواړو لوريو د سولې خبرو وروستيو ګامونو په اړه خبرې کړي. نوموړی تېره ورځ وروسته له غرمې کابل ته راغلی دی.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوريو د بین‌الافغاني خبرو له پيل وړاندې د اوربند او یا اورکم پر موضوع ټینګار وکړ.

د خبرپاڼې له مخې زلمي خلیلزاد ويلي چې د اوربند موضوع به له طالبانو سره مطرح کړي.

همداراز دواړو لوريو د بنديانو د خوشې کولو په اړه هم خبرې کړي دي. د ارګ خبرپاڼه زياتوي چې د افغانستان حکومت او طالبان په دې برخه کې په یو واضح او معقول میکانيزم چې د دواړو لوریو د تخنیکي ټیمونو له لوري رامنځته او دواړو لوریو ته د منلو وړ وي، هوکړې ته ورسېږي.

د افغانستان حکومت د کابل او ننګرهار له خونړیو بريدونو وروسته د طالب بندیانو د خوشي کولو بهیر ودراوه.

د ملي امنيت شورا ويلي تر هغه چې طالبان ۲۰۰ بندي امنيتي ځواکونه خوشې نه‌کړي، د طالب بنديانو د خوشې کولو بهير به ځنډېدلی وي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام