په بغلان ولایت کې د سولې عالي شورا د کار له پیل نه تر اوسه پورې ۱۲۰۰ وسله وال طالبان د سولې له بهیر سره یو ځای شوي دي.
د دغه ولایت د سولې شورا د یو غړي پر وینا، د حکومت د نه پاملرنې له امله تر دې مهاله ۱۳ تنه طالبان چې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي، وژل شوي دي.
دغه شخص د نوم نه اخیستلو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې ۱۳ تنه د پخوانیو مشهورو طالبانو له ډلې نه وژل شوي دي.
د بغلان د سولې شورا دغه غړي وویل، چې دغه وژنې د دې لامل شوې؛ چې نور وسله وال د سولې له بهیر سره یو ځای نه شي.
دغې سرچینې حکومت ګرم و باله او زیاته یې کړه، چې دغه کسان د حکومت د نه پاملرنې له امله وژل شوي دي.
ورته وخت کې د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوید بشارت وویل، چې پولیس د دغو خلکو د امنیت د خوندیتوب په برخه کې اجرایوي ضمانت نه لري، خو زیاته یې کړه، که چېرې دوی له امنیتي ګواښ سره مخ وي؛ کولای شي چې د امنیه قومندانۍ نه له ځانه سره د سلاح د لېږد جواز کارت تر لاسه کړي.
نوموړي د وژل شویو خلکو په اړه زیاته کړه، چې دغه کسان بېرته ناامنو سیمو ته ستانه شوي او ووژل شوي.
ویل کېږي، د سولې شورا له خوا، هغو وسله والو ته چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي، قومندانانو ته یې ۱۳ زره افغانۍ او غړیو ته یې ۸ زره افغانۍ ورکول کیږي.
او دغه پیسې تر لومړیو شپږو میاشتو پورې ورکول کیږي.
د سولې عالي شورا په دې برخه کې مسولیت لري، چې د سولې له بهیر سره یوځای شویو خلکو ته د کار زمينه برابره کړي. د یادونې وړ ده چې د بغلان ولایت د کلیو او پراختیا وزارت له خوا هغو طالبانو ته چې د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي، ۷۰۰ تنو یې ته تر دې مهاله دنده پیدا شوې دي.