د سولې عالي شورا: د طالبانو له۸ ډلو سره د سولې خبرې روانې دي

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطاوالرحمن سلیم وايي، د سولې عالي شورا د طالبانو له ۸ ډلو سره نږدي اړیکې جوړې کړي، چې ځينې وختونه د دواړو لورو مرکچیان له نږدې سره ګوري.

سلیم د وسله والو طالبانو د دغو ډلو په اړه ډېر څه ونه ویل، خو یوازې د قاري بریال محاذ، پېښور محا‌ذ او ځينو نور محاذونو ته اشاره وکړه، چې خبرې ورسره ورانې دي.

وکیلانو د سولې خبرو اترو د رڼښت په موخه د ولسي جرګې د نن (دوشنبه) ورځې استجوابیه غونډې ته د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او د سولې عالي شورا رییس پیرسید احمد ګیلاني ورغوښتي وو.

د ملي امنیت شورا له سلاکار پرته د بهرنیو چارو وزارت اداري معین او د سولې عالي شورا مرستیال د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې، خو د ولسي جرګې رییس د سولې عالي شورا رییس نه حاضریدل له اساسي قانونه سرغړونه وبلله.

د سولې عالي شورا مرستیال وویل، چې د ملا رسول ډله هم د سولې خبرو ته چمتو ده او خبرې مو پيل کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، روانې خبرې په هغه کچه نه دي، چې رسنیزې او عنلي یې کړو، خو دومره ویلی شو، چې اوسمهال طالبان په اتو ډلو وېشل شوي دي.

دغه راز د سولې عالي شورا مرستیال عطاوالرحمن سلیم دا هم وویل، چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې خبرو ۲۵ ماده ییز هوکړه لیک نهايي کړی، چې دا هوکړلیک د نړیوالو له تایید وروسته دواړو خواوو ته یوه، یوه کاپي ورکړل شوې ده.

د سلیم په وینا شاوخوا ۲۰ ورځې کېږي، د حزب اسلامي پلاوي له تللو وروسته کوم ځواب نه دی رالېږل شوی. نوموړي د سولې  له بهیر سره د حزب اسلامي پر یوځای کېدو ټيڼګار وکړ.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو شنونکی وحید مژده بیا د سولې عالي شورا د چارواکو دې څرګندونو ته د شک په سترګه ګوري او زیاتوي، پخوانیو خبرو په ډاګه کړې، چې د سولې له عالي شورا سره وسله وال مخالفین نه یوځای کېږي.

د مژده په باور، د سولې عالي شورا ځکه دغه ډول څرګندونې کوي، چې مرسته کېدونکو پیسو لګښت ته ځای پیدا کړي.

د راپورونو له مخې د چارو شنونکي او ولس د سولې شورا په جوړښت نیوکې کوي او وايي، چې دې شورا له پیل نه تر اوسه په میلیونو ډالر لګولي دي او د سولې په برخه کې یې هېڅ ډول د پام وړ لاس ته راوړنه نه لري.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام