د افغانستان د سولې عالي شورا سلام وطندار ته وویل، وروسته له هغه چې د سولې خبرو اترو څلور اړخیزو غونډو د پام وړ مثبته پایله ور نه کړه، نو دوی له نورو ډلو سره د اړیکو نیولو هڅې پېل کړې.
د دې شورا مرستیال عطا الرحمن له سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، د طالبانو په ډله کې داسې کسان شته، چې د سولې خبرو ته لېوال دي.
د ده پر وینا، ډېر ژر به د دې شاهدان شو، چې د سولې خبرې اترې پیل شوې او په دې اړه جدي هڅې روانې دي.
د سولې عالي شورا مرستیال و نه ویل، چې دا خبرې به کله پيل شي؛ خو ويې ویل، چې د طالبانو له یوې ډلې سره یې، چې ملا رسول نومېږي خبرې کړي؛ خو دا خبرې په هغه کچه لا نه دي رسېدلي، چې له رسنيو سره يې شريک کړي.
په ورته وخت کې د هلمند د امنیتي ستونزو د هواري په پار لېږل شوي اوپراتيفي مسوول عبدالجبار قهرمان هم رسنیو ته ویلي، چې د دولت له وسله والو مخالفانو سره یې خبرې کړې دي او دې خبرو په مستقيم ډول د هلمند پر امنیت اغېز کړی دی.
د ده پر وینا، دا خبرې یو څه قناعت بخښونکې دي.
بل خوا د طالباني چارو شنونکی وحید مژده وايي، چې د طالبانو له بېلابېلو ډلو سره خبرې اترې به د سولې په خبرو ښه اغېز وکړي، خو وايي دا خبرې باید د وسله والو له مشرانو جنګي قوماندانانو سره وشي.
د ده په خبره، دا خبرې دومره ګټه لري، چې نور وسله وال هم تشویق شي او له افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو ته رامخکې شي.
د سولې عالي شورا له ملارسول سره د خبرو د پیلېدلو دا خبرې په داسې مهال کې کوي، چې تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ته په نړیوالو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ویلي، چې په یوه میاشت کې به دننه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.