د سولې خبرو اترو دویمه غونډه په چين کې کېږي

راپورونه وايي، چې د پاکستان په مري ښار کې د خبرو اترو له لومړي پړاو وروسته به دويمه غونډه د روان جولای میاشتې په وروستيو کې جوړېږي.

پاکستاني رسنۍ وايي، د سولې دغه خبرې اترې به داځل په چين کې وشي، خو مشخص ځای يې نه دی په ګوته شوی.

د ایکسپرېس ترېبيون ورځپاڼې پر حواله؛ د دغو خبرو اترو مشري به داځل د بهرنيو چارو وزیر صلاح الدين رباني له لوري کېږي.

سلام وطندار ته ځېنو افغاني سرچينو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې په دغو خبرو اترو کې به د طالبانو له لوري ملا اختر محمد منصور هم ګډون وکړي.

داسې ويل کېږي، چې ملا اختر محمد منصور د ملا عمر ډېر نژدې کس او مرستیال دی.

اخوا پاکستاني چارواکو ویلي، چې بجینګ او اسلام اباد چمتو دي، چې د افغان دولت او پاکستاني طالبانو د سولې د پروسې تضمين وکړي.

د راپورونو پر بنسټ، دغه دواړه هېوادونه په افغانستان کې د يوې ممکنې او پرمختللې سولې ضمانت ته پوره چمتو والی ښودلی دی.

دغه پاکستاني لوړ پوړي چارواکي اېکسپرېس ترېبیون ورځپاڼې ته ویلي: "موږ په خورا لېوالتيا سره چمتو یو، چې د خپلې وسې هم یو ګام ور اخوا مرسته وکړو، ان اماده یو، چې د سولې په برخه کې د هرې هوکړې تضمين وکړو."  

دغه پاکستاني چارواکي د موضوع د حساسیت له امله د خپل نوم له څرګندولو ډډه کړې ده.

د هغه پر وينا، که پاکستان د افغاني مذاکراتو لپاره لاره هواره کړې او ټولې خواوې په دې هوکړه وکړي، چې پاکستان باید له دغې ليکې څخه هم مخکې لاړ شي؛ نو پاکستان د دغو اسانتیاو برابرولو ور هاخوا کار کولو او لارو هوارلو کې به هيڅ ستونزه ونه لري.

د نوي حکومت له جوړېدو څخه شاوخوا ۸ میاشتې وروسته د ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو د خورا زياتو هڅو په نتیجه کې د لومړي ځل لپاره د کوچني اختر نه څو ورځې وړاندې د اسلام اباد په مري ښار کې له طالبانو سره د خبرو اترو لومړۍ رسمي غونډه وشوه.

کارپوهانو دغه خبرې اترې خورا ګټورې وبللې او په دې سره د سولې راوستلو ته د افغانانو هيلې بيا ژوندۍ شوې.

څو ورځې وړاندې د مشرانو جرګې غړو هم په خپلو عمومي غونډو کې ویلي وو، چې د اختر په شپو او ورځو کې امنيت د اسلام اباد په مري ښار کې د لومړيو خبرو اترو پايله وه.

د سولې په خبرو اترو کې د ننګرهار پخوانی والي او د سولې عالي شورا غړی حاجي دین محمد، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خلیل کرزی، د اجرايوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله او د ولسمشر لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم استازي او نور ګډون درلود.

له هغه وروسته ملا عمر هم په خپل اختریز پیغام کې د نرمښت تر څنګ د سولې خبرو اترو لپاره شين څراغ ښودلی و.

ملاعمر په خپل پیغام کې ويلي وو، چې له دوښمن سره سوله کول په شریعت کې ممانعت نه لري.

د افغاني طالبانو د دغه مشر له خوا د پیغام له خپرولو وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملا عمر د پیغام د هرکلي تر څنګ ویلي وو، چې د سولې د خبرو اترو دویم پړاو به ډېر ژر له اختر نه وروسته پیل شي.

د سولې عالي شورا ویاند مولوي شهزاده شاهد سلام وطندار ته وویل، چې داځل به د سولې د پلاوو په ترکیب کې به زياتوالی راځي او په دغو کې د ښځو د ګډون امکانات شته.

د نوموړي پر وينا، .

شهزاده زياته کړه، چې د سولې خبرو اترو د بریاليتوب له پاره یو ملي اجماع ته اړتيا ده، چې د طالبانو سياسي مشارکت، اختلافي مواردو، د اتباعو حقوق، د بهرنيو ځواکونو پر وتلو او نورو باندې يوې هوکړې ته ورسېږو.

همدارنګه ده تېره ورځ هم سلام وطندار ته ویلي وو، چې د سولې خبرو اترو په دویمه ناسته کې به د نورو خبرو ترڅنګ په عمومي اوربند هم خبرې وشي.

اخوا پاکستاني ژورنالیستان وايي، چې په پاکستان کې د طالبانو پر مشرانو د دغه هېواد د پوځ له لوري چاپې اچول پيل او د دوی ټپيان او خپلوان هم له روغتونو ویستل شوي دي.

له بل لوري يو بل چارواکي ويلي، که چېرې ټولې خواوې ومني، نو چين هم د خبرو اترو په برخه کې د لا زیاتو همکاريو لپاره چمتو والی لري.

د چين د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې چين چمتو دی، چې د افغانستان د سولې په پروسه کې رغنده رول ولوبوي.

که څه هم پخوا پر پاکستان د بې اعتمادۍ تورونه خورا زيات وو، خو په دې وروستيو د پاکستان ځېنو عملي ګامونو بیا دغه فضا بدله کړې او رښتيني سولې ته د افغانانو هيلې زياتې شوې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام