
د بلخ یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول بلخ ولایت ته د ناپېژندو وسله والو ډلو ورتګ سره د کوکنارو کښت زیات شوی دی.
سیاسي شنونکي نجیب پیکان سلام وطندارته وویل، د ترهګرو په مقابل کې د جګړې جبهه له سویل څخه شمال ته غځول شوې او په شمالي ولایتونو کې د ناپېژندو وسله والو ټګ را ټګ څرګندوي، چې وسله والې ډلې خپلې جګړیزې لیکې پیاوړې کوي.
د پيکان په خبره، هغه کسان چې د امنیتي ځواکونو پرضد جنګېږي، هویت یې معلوم نه دی او زیاتره یې بهرني وګړي دي؛ زیاتوي، یو شمېر کسان د کاریګرو او کارموندنې په پلمه ځانونه د سویل ولایتونو اوسېدونکي معرفي کوي؛ په حقیقت کې د طالبانو لیکې پیاوړې کوي.
دی وايي، افغانستان په سویلي برخو کې پاکستان سره د دروازو په اړه ستونزې لري، چې زیاتره وختونه له دغو دروازو ترهګر را ځي.

په بلخ ولایت کې مدني فعال حمید صفوت وايي، په دې ولایت کې د کوکنارو بې مخینې کرکیله د دې لامل شوې، چې د سویلي ولایتونو یو شمېر خلک او بهرني ترهګر د کوکنارو نېش وهلو په پلمې شمالي ولایتونو ته ورشي.
صفوت وايي، دوی نه یوازې د دغه پروګرام قرباني دي، بلکې شمال کې د پراخ فساد او ناامنۍ زمینه برابروي؛ په قاچاق او ناامنۍ کې مرسته کوي.
د بلخ ولایتي شورا غړي بیا وايي، وسله وال طالبان او سیمه ییز قوماندانان یې کروندګر د کوکنارو کرلو ته هڅه وي.
د ولایتي شورا غړی محمد ابراهیم خیراندیش وايي، بلخ ولایت کې د امنیتي بنسټونو کمزوری مدیریت او ټبمله سیمه ییزه اداره د دې لامل شوې، چې دغه ولایت کې د کوکنارو کښت زیات او بهرني وګړي د سویلي ولایتونو اوسېدونکو تر نامه لاندې شمالي ولایتو ته مخه کړي.
په دې وروستیو کې یو شمېر کسانو په ډله ییزه توګه د سویلي ولایتونو د اوسېدونکو په نوم د کارموندنې په موخه شمالي ولایتونو ته مخه کړې، چې په غبرګون يې د چارو د یو شمېر کتونکو اندېښنې را پارولي دي.





