د میدان دره؛ د مسافرو د مرګ کنده او د طالبانو امن‌ځای

علي‌پور مشهور په «شمشېر قوماندان» د «مقاومت جبهې» یو فعال غړی د میدان‌وردګ له بهسودو ولسوالۍ نه سلام وطندار ته نن سهار د ټیلیفون په کرښه د کابل ـ بامیان لارې د تړل کېدو خبر ورکړ.

ښاغلی علي‌پور د خپلې دې کار دلیل د ناامنۍ ډېرېدل او د طالبانو له لوري د میدان‌وردګ ـ بامیانو په لویې لارې د ملکيانو وژل ګڼي. هغه طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د دې کار د دوام په صورت کې به د مسافرو د امنیت تامین له‌پاره به له هرې لارې کار واخلي.

له دې‌ سره هم‌مهاله ځېنو موټرچلوونکیو د غوربند په دره کې د بامیان ـ کابل لویې لارې له تړل کېدا نه په اندېښنې سره وايي، نن سهار مهال د پروان د سیاګرد ولسوالۍ په چهارده سیمه کې ۴۰۰ موټرې درول شوې‌دي.

د سیاګرد ولسوالۍ ځايي مسوولان هم د دې خبر په تایید سره وايي چې څه موده مخکې د دې ولسوالۍ یو اوسېدونکی د شخصي دوښمنیو له امله وژل شوی او نن د چهارده سیمې اوسېدونکیو لاریون کړی‌دی.

د کابل ـ بامیان لویه لاره چې له دوو جلا لارو (میدان دره او غوربند دره) د هېواد پلازمینه سره نښلوي؛ په‌دې لاره د طالبانو ښکاره فعالیت، برمته کول او وژنو مسافر له ستونزو او اندېښو سره مخ کړي‌دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام