د سولې بې رییسه عالي شورا او د سولې خبرو اترو په ټپه درېدل

معصوم ستانکزی او صلاح الدین رباني، اوسني وزیران او د سولې د عالي شورا پخواني کارکوونکي

د بهرنیو چارو وزارت له پاره د صلاح الدین رباني ټاکل کېدل او د ملي دفاع وزارت ته د ځای ناستي وزیر په توګه د معصوم ستانګزي غوره کېدل، د دې لامل شول، چې د سولي عالي شورا د ریاست له پاره تشه رامنځته شي.

د سولې د عالي شورا غړی عبدالخالق پشه يي سلام وطندار سره په خبرو کې وویل، چې د سولې د عالي شورا د رییس د نشتوالي په صورت کې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې اترې په ټپه ولاړې دي. د پشه یي پر وینا، د طالبانو څو ډلې کېدل؛ د خبرو اترو ښه موکې وه، خو د رییس نشتوالي ټول کارونه له ستونزو سره مخ کړل.

پشه يي همداراز وویل، چې د سولې د عالي شورا د ریاست او د دارالانشاء د چوکیو د تشوالي راپه دې خوا د سولې د عالي شورا او طالبانو تر منځ هیڅ خبرې نه دې شوي.

د پشه يي پر وینا، اوسني شرایط د سولې د خبرو اترو له پاره بهترینه موکې ده، ځکه چې چین او پاکستان د خبرو اترو له پاره کوربتوب ته چمتو دي او له همدې فرصتونو باید ښه ګټه واخیستل شي.

په ورته وخت کې د ولسمشر غني ویاند سیدظفر هاشمي سلام وطندار ته وویل، چې د سولې د عالي شورا له پاره د رییس پر غوره کولو خبرې روانې دي او ډېر ژر به د دې شورا رییس معرفي شي.

خو ځېنې سیاسي کارپوهان په دې نظر دي، چې د سولې د عالي شورا لګښتونه د دې ریاست له کارونو سره د پرتلې وړ نه دي. څه موده وړاندې د سولې د عالي شورا یو غړي په بغلان کې ویلي وو، چې په وروستیو کې د سولې عالي شورا او طالبانو تر منځ د خبرو پر سر شاوخوا ۱۳ میلیونه لګښت راغلی دی.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام