عبدالشکور په کندهار کې د جګړې په لومړۍ لیکه کې په دنده و، چې د غبرګو زامنو د مړینې خبر ورکول شو. په بېړه یې خپل توکي راټول او ځان یې ترکابله راورسولو. کله چې کور ته ننوځي غبرګ زامن یې د کفن په سپینو جامو کې رانغاړل شوي دي او ټول خپل خپلوان یې پرې راټول دي.
فیاض له اقتصاد پوهنځي فارغ شوی و او پروېز د طب پوهنځي د دریم ټولګي زدهکړیال و. دغه دواړه وروڼه د کابل شنبې خونړي موټر بم برید کې ووژل شو او ټولې هیلې یې له خاورو سره خاورې شوې. د دوی پلار وايي، د خپلو زامنو د هیلو پوره کولو پهپار یې کلونه کلونه خواري وکړه؛ دا یې ستر ارمان و، چې یو ورځ یې زامن منزل ته ورسېږي.
عبدالشکور په نیولي غږ وايي، دا یې بل ارمان و، چې د خپلو زامنو د واده په خوشالۍ کې ګډون وکړي او د ګلالیو لمسیانو نیکه شي.
نوموړی وايي، په زرګونو ستونزو او ناچارۍ يې خپل زامن لوی کړل؛ خو ترهګرو په ډېرې ناځوانۍ په څو شېبو کې د هغه د ژوند ټول شته ترې واخیستل.
عبدالشکور په ډک زړه د امنیتي مسوولینو پر بې کفایتۍ نیوکې سره وايي، هر ناورین چې پر وطنوالو راځي لامل يې د حکومت کمزوري او ناتواني ده. دغه دردېدلی پلار چې په ترهګریزو بریدونو کې د خپلې کورنۍ د نورو غړیو د قرباني کېدو اندېښنه لري پوښتنه کوي چې ایا لوړ پوړي حکومتي چارواکي د هېوادوالو دغه اندېښنې درکولی شي؟
د فیاض او پرویز پلار وايي، سره له دې چې په هېواد کې هره ورځ د وزګارتیا او بېوزلۍ لمن پراخیږي خو له حکومته د وطنوالو یوازېنۍ غوښتنه ډوډۍ نه؛ بلکې امنیت دی.
د عبدالشکور یو خپلوان بسم الله عظیمي د خواخوږي لهپاره د هغه کورته ورغلی وايي احمد فیاض او احمد پروېز له زیاتو ستونزو سره سره زدهکړې وکړې چې خپل پلار ته اوږه ورکړي خو افسوس چې دغې هیلې ته ونه رسېدل.
دا یوازې د احمد فیاض او احمد پروېز کورنۍ نه دي چې د شنبې ورځې خونړي برید ویرجن کړل؛ بلکې لسګونه نورې کورنۍ یې هم د غم په ټغر کېنولې چې دا به نه لومړی او نه وروستی ناورین وي.