د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د نړیوالې روڼتیا ادارې په مرسته له دولتي او نادولتي ادارو یې تازه څېړنه کړې ده، چې د فساد سره د مبارزې عالي ادارې او لویه څارنوالۍ په ترتیب سره له سلو امتیازونو صفر او ۲۵ امتیازونو اخیستي دي.
د دوی د نوې څېړنې موندې ښيي، چې د فساد سره د مبازې اداره په خپله په پراخ فساد کې ښکېله ده.
د روڼتیا نړیوالې ادارې د اسیايي هېوادونو د برخې رییس سیریراک پلي پټ د ۱۲ دولتي او نادولتي ادارو د څېړنې پایلې وړاندې کړې او ویې ویل، چې د افغانستان قضايي سیستم د فساد د مخنیوي په برخه کې اغیزمن نه دی.
پلي پټ زیاته کړه، چې افغانستان قضايي سیستم په لوی فساد کې ورګډ دی.
د افغانستان د روڼتیا څار د څېړنې برخې مدیر عزت الله ادیب وايي، چې د افغانستان قضايي او اجرایوي ادارې خپلواکې نه دي، په دغو ادارو کې زورواکو نفوذ کړی دی.
ده وویل، چې زورواکو ته د جرمونو په مقابل کې سزا نه ورکول کېږي.
د روڼتیا څار راپور وايي، چې په دولتي ادارو کې د کسانو زیاته برخه ګومارنه او ګوښه کول د سیاسي اشخاصو او زورواکو په تاثیر سره شوي دي.
د روڼتیا څار د څېړنې مدیر وايي، چې دغه څېړنه یې د ملي روڼتیا د سیستم ارزونې تر سرلیک لاندې کړې ده.
د ده په خبره، دغه څېړنه په قانون جوړونې، قضايي او اجرایوي ادارو، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې، د ټاکنو کمېسیون، د تفتیش عالي ادارې، د نظارت ادارې، سیاسي ګونډونو او مدني ټولنو په بنسټونو او ادارو کې کړې ده.
د دغې څېړنې موخه په دولتي او نادولتي ادارو کې د فساد سره د مبارزې په برخه کې همغږۍ را منځته کول دي.
د روڼتیا څار په راپور کې راغلي دي، سره له دې چې د فساد سره د مبارزې د ستراتېژۍ د پلي کولو د نظارت عالي ادارې په تېر کې د فساد ځېنې دوسیې څېړلي دي، خو د غو څېړنو سیاسي وجهه لرله او کار یې د قناعت وړ نه وو.
د افغانستان د روڼتیا څار ادارې په ۲۰۰۹ کال کې هم د افغانستان په دولتي ادارو کې په موجود فساد څېړنه کړې وه، چې له مخې یې ۴۰ سلنه افغانانو د خپلو چارو د خلاصولو له پاره په ادارو کې رشوت ورکاوه او په نوې څېړنه کې بیا په دولتي ادارو کې د کارونو د خلاصولو له پاره ۵۰ سلنه خلک رشوت ورکوي.
د افغانستان د روڼتیا څار ادارې د فساد سره د مبارزې په برخه کې د خپلواکې ادارې جوړول، د قضايي خدمتونو خپلواک کمېسیون جوړل، د معلوماتو ورکولو کلتور دودول، د ټولنیزو بنسټونو غیر سیاسي کول افغان حکومت ته د دې ادارې له مهمو وړاندیزونو څخه وو.