د رسنیو د ښځینه کارکوونکیو ۷سلنه پښتنې دي

په رسنیو کې د جنډر توازن چې د کلید ګروپ له لوري د هېواد په ۹ ولایتونو کې شوې، ښيي چې د رسنیو په ښځینه کارکوونکیو کې د پښتنو ونډه کمه ده.

د دې سروې له مخې، مخکې د هېواد په رسنیو کې د ښځینه‌وو شمېر نږدې ۲ زره وو، خو اوس دا شمېر ۱۷ سوو ته راټیټ شوی چې ۷۷۰ یې مسلکي کارکوونکې دي.

د کلید ګروپ سروې چې نن په یوې خبري غونډې کې وړاندې شوې، ښيي چې د رسنیو ښځینه کارکوونکیو له ډلې ۸۷ سلنه دري ژبې، ۷ سلنه یې پښتنې، ۲ سلنه یې اوزبېکې او ۴ سلنه یې د نورو ژبو ویونکې دي. دغه راز ۳۲ سلنه یې مېرمنې، ۶۷ سلنه پېغلې او یوازې یوه یې هم طلاقه شوې وه.

د کلید ګروپ یوه کارکوونکي محمود مبارز وویل چې ښځینه کارکوونکې په رسنیو کې ډېره موده کار کولی نه‌شي او ۴۸ سلنه یې له ۱ کاله تر ۳ کلونو، ۲۲ سلنه یې تر یو کال کمه، ۲۵ سلنه له ۳ تر ۱۰ کلونو او ۵ سلنه یې هم له ۱۰ کلونو ډېره کاري تجربه لري.

د نوموړي په وینا، ټولنیزې او کلتوري محدودیتونه په رسنیو کې د پښتنو ښځینه کارکوونکیو د شمېر کموالي لامل شوي دي.

دغه سروې په کابل، خوست، ننګرهار، بلخ، هرات، کندهار، بغلان، کندوز او بدخشان ولایتونو کې شوې ده.

په همدې حال کې د کلید ګروپ مشره نجیبه ایوبي وایي، د هېواد په ۹ ولایتونو کې یې سروې کړې چې له مخې یې په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د نورو هغو په پرتله رسنۍ ډېرې ښځینه کارکوونکې لري.

سروې ښیي چې د ښځینه کارکوونکیو په ډله کې ۴،۲۹ سلنه یې ماسټرانې، ۶۷،۱۴ یې لیسانسه، ۱۸،۵۷ یې تر بکلوریا لوړې او ۸،۵۷ سلنه نورې یې تر بکلوریا زده کړې لري.

د سروې مالومات ښیي چې د رسنیو په مدیریتي برخه کې هم د ښځینه‌وو ونډه کمه ده چې ۲۱سلنه یې ټیټ‌پوړې، ۶۵سلنه یې د منځنۍ کچې او یوازې ۱۴ سلنه یې لوړپوړې کارکوونکې دي.

د کلید ګروپ مسوولان وايي، د دوی د سروې پرمهال د رسنیو ښځینه کارکوونکیو ویلي چې د نارینه‌وو او ښځینه‌وو تنخاګانې مساوي دي، خو ۴۷سلنه‌وو ویلي چې توپیر لري او پاتې ۹ سلنه‌ یې ناخبرې دي.

د یادې سروې له مخې د رسنیو ۸۷سلنه ښځینه کارکوونکیو ویلي چې له جنسي ځور سره مخ شوې نه‌دي، خو ۹ سلنه‌وو یې ویلي چې جنسي ځور ورکول شوی او ۴سلنه‌وو یې بیا ویلي چې جنسي نه، بلکې نور ځور ورکړل شوی دی.

 

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام