د رخشانې سنګساروونکی درې ورځې مخکې د ملي امنیت له لوري ازاد شوی دی.
د غور ولایتي شورا غړي او د دې ولایت یو شمېر مدني فعالان وايي، د ملي امنیت له لوري د مولوي سعديیار ازادول په ښکاره ډول د قانون نقض دی.
د مسوولینو په خبره، مولوي سعديیار د رخاشنې په سنګسارولو، د ۳۰ ولسي وګړي په وژلو، د ۵ امنیتي سرتېرو په صحرايي محاکمې، د شاتیغ په پوستې برید او د دولتي موټرو په غلاوو کې لاس درلود.
اعتراض کوونکي سیمهییزه اداره او عدلي قضايي بنسټونه په بې پروایۍ تورنوي او وايي، حکومت په دې ډول کارونو سره په لوی لاس جنایت کولو ته زمینه برابروي.
د غور ولایتي شورا مرستیال عبدالبصیر قادري وايي، له دې مخکې زیاترو خلکو له حکومته د سعديیار د محاکمې غوښتنه کړې، خو حکومت له محاکمه کولو پرته دغه مولوي له زندانه ازاد کړو.
د والي ویاند عبدالحی خطیبي وویل، دغه پېښه د ملي امنیت اړوند ده او دوی په دې برخه کې هېڅ دخالت نهشي کولی.
له دې مخکې د څو ځلې د سیمهییزې ادارې مسوولینو مولوي سعديیار په داعش پورې اړوند بللی و.
شاوخوا دوه میاشتې مخکې مولوي سعديیار د اپنډیکس ناروغي له امله ځان پولیسو ته سپارلی و، چې له دوو میاشتو درمنلې وروسته خوشې شو او اوسمهال خپلې سیمې ته ورستون شوی دی.
د ریپوټونو له مخې شاوخوا یو کال مخکې ۱۹ کلنه رخشانه له کوره د تېښتې په تور له خپل میین سره یو ځای په یوې صحرايي محاکمه کې سنګسار شول.