د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر بنسټ، د رایهورکوونکیو د نوملیکنې بهیر باید په درېیوو پړاوونو د ښارونو، ولسوالیو او کلیو په کچه د وري له ۲۵ نېټې پیل او د غبرګولي تر ۲۲ مې نېټې پورې پای ته ورسېږي.
خو د خلکو ګډون او نوملیکنې ټیټه کچه د دې سبب شوې چې کمېسیون د دغه بهیر لومړی او دویم پړاو وغځوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي سلام وطندار ته وویل چې ښايي د دې بهیر درېیم پړاو هم وغځېږي.
د ښاغلي دولتي په وینا، د ټاکنو کمېسیون د غړیو ترمنځ پهدې اړه خبرې اترې روانې دي او که د دې بهیر غځېدل د ټاکنو پرمهالوېش اغېز ونهکړي؛ کمېسیون به يې وغځوي.
د ده په خبره، درېیم پړاو به د ۱۰ ورځو لهپاره وغځول شي؛ ممکن لهدې هم زیات شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ورکړل شویو شمېرو پر نبسټ، تراوسه د ټول افغانستان په کچه ۵ نیم میلیونو پر شرایطو برابرو کسانو د ټاکنو لهپاره نوملیکنې کړېده.
د ښاغلي دولتي په باور، دا شمېرې ښيې چې د ټاکنو په بهیر کې د وطنوالو ګډون کچه نورماله ده.د افغانستان ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ مشر یوسف رشید بیا وايي چې درېیم پړاو ته د رایهورکوونکیو د نوملیکنې بهیر غځول اړتیا ده او هغه شمېرې چې کمېسیون د ثبت شویو کسانو په اړه وړاندې کړي؛ د پخوانیو تمو خلاف دي.
ښاغلی رشید باوري دی چې د وطنوالو بې خبري، د ټاکنو پر کمېسیون د هغوی بېباوري او نا امنۍ هغه اصلي لاملونه دي چې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ټیټه ده.
د فیفا رییس زیاتوي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او نفوسو د احوال ثبت ادارې ترمنځ نه همغږۍ هم دغه بهیر سست کړیدی.
د نفوسو د احوال ثبت ادارې ویاند روحالله احمدزي سلام وطندار ته وویل چې تراوسه په ټول هېواد کې ۴ نیم میلونه کسانو تذکرې اخېستي چې د رایهورکونې پر شرایطو برابر او ټیټ عمره کسان پهکې شامل دي.
د ښاغلي احمدزي په وینا، زیاتره کسانو چې تذکرې اخېستي؛ د رایهورکونې پر شرایطو برابر دي؛ خو شمېر يې نهدی معلوم.
د نفوسو د احوال ثبت ادارې ویاند وايي چې دا اداره چمتو ده ۱۰ میلیونو وطنوالو ته تذکرې ووېشي او که د هېواد په هره سیمه کې اړتیا احساس شي؛ د نفوسو د احوال ثبت اداره چمتو ده چې دا اړتیا هواره کړي.
د نفوسو د احوال ثبت ادارې مسوولان وايي چې د ټول افغانستان په کچه یوازې ۲۰ ولسوالۍ د ناامنیو له امله د یادې ادارې له پوښښه بهر دي.