د داودخان پر روغتون خونړی برید؛ هیڅ چارواکي استعفا و نه کړه

تېره ورځ د سردار داود خان یا د کابل پر ۴۰۰ بستریز روغتون د خونړيو بریدونو له امله زیات شمېر عام وګړي، نظامیان او د دولت ملکي مامورین و وژل شول او یا هم ټپيان شول.

خو ۲۴ ساعتونو کې تر اوسه حکومت نه خپلې لومړني څېړنې له رسنیو سره شریکې کړي او نه هم کوم دولتي مقام له خپلې دندې استعفا کړې.

کارپوهان وايي، چې له امنیتي بنسټونو سره مصلحتي چلند د بریدونو د زیاتوالي لامل شوی دی.

ځينې د سیاسي چارو کارپوهان وايي، چې د دې وروستیو بریدونو د زیاتوالي مهم لاملونه له مسلکي او مهمو بنسټونو سره غېر مسلکي چلند کول دي.

دوی وايي، چې په امنیتي بنسټونو کې فساد او مصلحتي کړنو له کبله په هیواد کې د وسله‌والو چاودنې او ځانمرګو حملو زور اخیستی.

دغه سیاسي او پوځي شنونکي د کابل پر سردار محمد داوودخان روغتون د چهارشنیې ورځې ځان مرګي بریدونو ته په اشارې سره زیاتوي، چې په امنیتي بنسټونو کې فساد، نا باوري، کمزوري مدیریت او مصلحتي کړنو له امله  کابل د خونړیو پیښو ښکار دی.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخیل سلام وطندار ته وویل، ترهغو چې د افغانستان نظام  کې نا باوري او د یوه بل پښې وهل روان وي د هیواد امنیتي وضعیت نه‌شي ښه کیدی.

د امرخیل پروین په اوس وخت کې یوشمیر کسان د ملي ګټو پرځای خپلو شخصي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او په امنیتي بنسټونو کې کسان د خپلوۍ پر بنسټ ګومارل کیږي.

امرخیل وایي، چې یوشمیر امنیتي ځواکونه د حکومت د مشرانو او د امنیتي بنسټونو د مسوولینو امر نه مني.

د سیاسي چارو شنونکی فردوس کاوش بیا په دې اند دی، چې په افغانستان کې د سیاسي مصلحتونو له امله له فاسدو او بې‌کفایته چارواکو پوښتنه نه‌کیږي.

  کاوش وایي، چې د چهارشنبې ورځې پیښې په اړه باید د دفاع وزارت د کشف او ګارنیزون رییسان وپوښتل شي او په دې پيښه کې چې هرچا ناغیړي کړې وي که وزیر هم وي باید له دندې ګوښه شي.

د هغه پر خبره، د ملي یووالي حکومت مشران باید هر ډول مصلحتي کړنو ته شا کړي او د امنیتي بنسټونو اصلاح ته ملا وتړي.

کاوش وایي، که چیرې په پرونۍ پیښه کې له ګرمو کسانو پوښتنه ونه شي نو پر حکومت به د خلکو باور نور هم کم شي.

خو د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری د سیاسي شنونکو دا څرګندونې رد او وایي، چې د دغه وزارت کارونه په رڼښت سره ترسره کیږي او د فساد مخنیوي په برخه کې هڅې روانې دي.

په کابل کې د چهارشنبې ورځې پیښې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملي امنیت پخوانیو رییسانو امرالله صالح او رحمت‌الله نبیل د یادې پیښې په غبرګون کې پر خپلو فیسبوک پاڼو لیکلي، چې امنیتي ځواکونه پاشل شوي او د حکومت مشران یو بل ته د کندو پر ایستلو بوخت دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام