د داعش ډلې مهم قومندان شاهدالله شاهد ووژل شو

وژل شوی کس مولوي شاهد الله شاهد نومېدلو او د داعش په تشکیلاتو کې مهمه څېره بلل کېدله.

شاهد د داعش ډلې له لومړیو هغو کسانو څخه و، چې د عراق او شام د اسلامي دولت له خلیفه ابوبکر البغدادي سره یې بیعت وکړ او د هغه تر مشرۍ لاندې د داعش له خوا د نومول شوي ولایت خراسان په ځېنو برخو کې وسله وال فعالیتونه پیل کړل.

د ملي امنیت عمومي ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې د داعش ډلې دویم کچ مشر ګل زمان او جهادیار د له منځه تلو تر څنګ د دې ډلې مهم غړی مولوي شاهدالله شاهد هم وژل شوی.    

شاهد الله شاهد چې په شیخ مقبول مشهور و؛ پخوا د تحریک طالبان پاکستان ویاند و او له (ټي ټي پي) څخه تر جلاکېدو وروسته یې له داعش ډلې سره یوځای شو. 

 شاهد الله شاهد هوډمن و، چې په یوه ستره جګړه کې له ځان نه د دې ترهګرې ډلې یوه مهمه سیمه ییزه څېره جوړ کړي. 

له دې پېښې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار په اچین او کوټ ولسوالیو کې د بې پيلوټه الوتکو په بریدونو کې ۶۱ داعش پلوه وسله والو د وژل کېدلو خبر ورکړل شوی و.

په ورته وخت کې افغان امنیتي چارواکو په وار وار سره ویلي، چې دوی د داعش پر وړاندې غلي نه دي ناست او د داعش د ځپلو لپاره یې د افغان امنیتي ځواکونو ځانګړې ډلګۍ جوړه کړې ده.

د ملي امنیت له لوري په تازه یوه خپره شوې ویډیو کې د دغې ځانګړې ډلګۍ فعالیتونه او د داعش پر خلاف ځانګړي عملیات ښودل کېږي.

په دغې ویډیو کې څو ځایه لیکل شوي: "داعش د اسلام پر لمن تور داغ دی" او همدا ډول لیکي: "افغانستان د داعش ځای نه دی."

له ملا عبدالروف خادم وروسته چې څو میاشتې وړاندې په هلمند ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې وژل شوی و، د شاهد الله شاهد وژل کېدل په افغانستان کې د داعش ډلې دویم ستر قومندان وژل کېدل دي.

شاهد د حافظ سعید اورکزي تر مشرۍ لاندې د داعش په لیکو کې په جنګي او تبلیغاتي کارونو بوخت و.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام