د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې لوړپوړی قوماندان ابو عمر الشیشاني، چې د دې ډلې وسله والو کسانو ورته د «جګړې وزیر» نوم ورکړی و، په سوریه کې د امریکا هوايي ځواکونو په برید کې ووژل شو.
الشیشاني د ابوعمر چچني په نوم یادېده، د دعش وسله والې ډلې د مشر ابوبکر البغدادي باوري شخص بلل کېده.
د ده نوم د امریکا د ملي امنیت ادارې په تور لیست کې شامل و.
پنټاګون د عمر چچني په اړه د هرې هغې اطلاع په ورکولو، چې د عمر چچني د نیول کېدو او وژل کېدو لامل کېدلی ۵ میلیونه ډالرو جایزه اعلان کړې وه.
د سوریې په جګړې کې یو امریکايي مسوول جنرال ویلي دي، چې د الشیشاني وژلو له پاره امریکايي او ایتلافي ځواکونو څو ځلې هوايي بریدونه کړي و، چې بلاخره ووژل شو.
دی وايي، چې الشیشاني د سوریې په الشدادي ښار کې وژل شوی دی.
د پنټاګون ویاند پېټر کوک ویلي دي، چې د امریکايي څېړنیزې ډلې د سوريې د الشدادي ښار د برید په اړه پلټنې کوي او زیاتوي، چې د امریکا دفاع وزیر ډاډمن دی، چې د برید پایله به مثبته وي.
کوک وویل، د الشیشاني وژنه د داعش وسله والې ډلې په نظامي مدیریت کې د بې نظمۍ لامل کېږي او په چیچنیا سیمه کې د دې ډلې د سرتېرو په جلب او جذب کې کموالی راولي.
د الشیشاني اصلی نوم (Tarkhan Tayumurazovic Batirashvili)و او په ۱۹۸۶ کال کې په ګرجستان کې زېږېدلی و.
نوموړي یو وخت د شوروي اتحاد په خلاف جنګ کاوه او له هغې وروسته تر ۲۰۰۶ کال پورې د ګرجستان اردو سره یوځای شو.
خو له څه وخت دندې وروسته د وسلو له منځه وړلو او فساد له کبله زنداني او د ګرجستان اردوله لیکو وباسل شو.
الشیشاني د زندان له خلاصون وروسته سوریې ته لاړ او هلته د داعش وسله والې ډلې سره یو ځای شو.