د داعش درهبرانو وژل کېدل د امنیت پرښه کېدو اغیزلري

د دې جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې ځينو سناتورانو وویل، چې د اسلام اباد په مري ښار کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو پېلېدل به د افغان ملت په ګټه وي.

د مشرانو جرګې غړي لطف الله بابا وویل، چې د سولې خبرو ته لېواله دی او باید دا مذاکرات دوام ومومي، خو په دې خبرو کې باید له پاکستان سره کومه معامله و نه شي.

لطف الله بابا زياته کړه، چې نه باید د سولې په خبرو اترو کې له پاکستان سره معامله وشي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د چنګاښ په ۱۵ نیټه د پاکستان د مري په ښار کې د افغان حکومت او طالبانود استازو ترمنځ د لومړي ځل له پاره ۴ ساعته خبرې اترې وشوې، چې د امریکا او چین استازو هم د څارونکو په توګه په کې برخه اخیستې وه.

د مشرانو جرګې غړي باقی بریال وویل، چې د سولې د خبرو ملاتړ کوي او باید دا خبرې دوام ومومي.

دی زیاتوي، چې دا خبرې باید له ملت څخه پټې نه وي او د خلکو خپلواکي او حقونه ورکې خوندي وي.

په همدې حال کې تیره ورځ  د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې هم یوشمیر وکیلانو د سولې د خبرو د پیلیدو ملاتړ کړی وو، خو شرط یې دا و چې باید لومړی اوربند اعلان شي.

په داسې حال کې، چې  د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلوق هم په نننۍ غونډه کې په دې ټینګار و کړ، چې باید اوربند وشي.

هغه وايي، د اوربند سره به مذاکرات مثبتې پایلې هم ولري او د هرې ورځې له مرګ ژوبلې به مخه ونیوله شي.

تیره ورځ د سولې د عالی شورا غړي شهزاده شاهد سلام وطندارته ویلی وو، چې له اختر وروسته به ډیرژر د سولې خبری بیا پیل شي او دا ځلې به د اوربند ترڅنګ د بندیانو د خلاصون پر څرنګوالي او ځینو نورو موضوعاتو هم خبرې وشي.

 تردې وړاندې پخواني ولسمشرحامد کرزي هم ډیرې هڅې کړې وې، چې دسولی خبرې پیل شي، خو کومې عملې پایلې یې نه لرلې او په ۱۴ کلونو کې دا لومړی ځل دی، چې د افغان دولت او طالبانو د استازو ترمنځ رسمي خبرې پیل کیږي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام