د خوست په علي شېرو اوتېرزیو ولسوالۍ کې لوی پُل جوړیږي

 دغه پُل د خوست ولایت په علي شېرو او تېرزیو ولسوالۍ کې د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په پلنوالي جوړیږي، چې په دې سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې راکمې شي.

چارواکي وايي، دغه پل د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د شاوخوا ۸۱ ميليونو افغانيو په لګښت جوړیږي.

ددغه پله جوړول به یو کال و خت ونیسي.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان نن د (اپریل په ۱۳مه) په سیمه کې په دې اړه جوړو شویو مراسمو ته وویل، د دغه خوړ دواړو غاړو ته پراته خلک له ډېرو ستونزو سره مخ وو، چې د دې پله په جوړېدو سره به يې ستونزې لرې شي.

 د فوایدې عامې رییس انجینیر مامور شاه وویل، چې د دې پُل په جوړېدو سره به د صبریو، باک او ځاځي میدان ولسوالۍ خلک هم د ضرورت په وخت کې ګټه واخلي.

 د سیمي یو تن قومي حاجي افضل جان د پُل د اهمیت په اړه وویل، د دې لارې څخه د ورځې په جریان کې سلګونه موټر تګ او راتګ کوي.

همداشان د دې سیمي خلک د خوست ښار سره نښلوي، ده وویل د پل د نشتوالي له امله د سیلابونو د راووتلو پر مهال د دې سیمي خلک له زیات شمېر ستونزو سره مخ وو.

دده په خبره چې داسې هم شوي د سیلابونو د راوتلو پر مهال د خلکو جنازي او ودنه له یوې ورځې نه، بلې ته پاتي شوي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام