کورنيو چارو وزارت وايي، تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د خوست امنيې قومندان سید احمد بابازی، د بابازي سکرټر او يو سرتېری د سړک غاړې ماين چاودنه کې وژل شوي دي.
د ياد وزارت وياند زياتوي دا پېښه هغه مهال شوې چې کله امنيې قومندان د وسلهوالو طالبانو د بريد د مخې نيوالې په موخه د خوست ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنېخېلو شمبوات سیمې ته روان و.
د خوست والي محمد حلیم فدایي سلام وطندار ته وویل چې چاودنه کې له قوماندان بابازي سره درې ساتونکي هم وژل شوي.
د سیمې د اوسېدونکيو په وینا چې نښتې د شپې تر ۲ بجو دوام وکړ.
د خوست نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځنېخېلو شبموات سیمه کې له ډېر وخت راهیسې وسلهوال طالبان فعالیت کوي او ډېر کله ترې د نښتو او مرګ ژوبلو خبرونه راځي.
سید احمد بابازی د لغمان اوسېدونکی و او له تېر یوه کال راهیسې یې په خوست ولایت کې د امنیې قوماندان په توګه دنده تر سره کوله.
وسلهواله طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.