نوراحمد د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی او ۲۴کلن زلمی دی.
نوموړي د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې سرتېری و او څلور کاله یې د وسله والو طالبانو له خوا په سړکونو، واټونو او لویو لارو کې ښخ شوي ماینونه را وکاږل او له منځه یې وړل.
نوراحمد یوه ورځ د ماین شنډولو په چارو بوخت و، چې ماین پرې چاودنه وکړه، د تل له پاره یې خپلې سترګې او پښې له لاسه ورکړې.
د ماین دغه قرباني شوی سرتېری، د ماینونو شنډولو چارې د امنیتي ځواکونو د انجینیرۍ برخې له مسلکي استادانو زده کړي دي او د خپلې دندې پر مهال یې ۵۱۱ کړۍ ماینونه شنډ کړي وو او ۳۳ کړې نور هغو ته یې چاودونې ورکړې وې.
نور احمد له سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې له طالبانو سره په جګړه کې یې د کورنۍ ۶ تنه غړي وژل شوي دي او پلار یې هم د طالبانو له لوري په ظلم سره ووژل شول.
کله یې چې د ولسمشر غني سره ولېدل د درملنې له پاره یې ۷۰ زره افغانۍ وکړې، چې له هېواد بهر خپله درملنه وکړي.
دی وايي، کله چې هند ته د درملنې له پاره ولاړ، ډاکټرانو ورته ویلي، چې په درملنې یې ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي او په دې پیسو نه شي کولی، چې خپله درمنله وکړي.
نور احمد وايي، چې د هلمند والي حیات الله حیات ورته ۲۰ زره افغانۍ ورکړي، چې د خپلې درمنلې له پاره کابل ته راشي، خو زیاتوي، چې شاوخوا ۲۲ ورځې کېږي، چې کابل ته راغلی او هېڅ چاره یې نه ده شوې.
نوراحمد د کورنۍ یوازېنۍ سرپرست دی او د خپلې مور، دوه اولادونو او د یو کوچني ورور د روزۍ ګټلو مسوولیت ورپه غاړی دی.
د نوموړي کورنۍ د هلمند مرکز ته را کډه شوې او په خېمې کې ژوند کوي.
د موسی کلا امنیتي حالت خراب دی نه شي، کولی، چې هلته ژوند وکړي.
سره له دې، چې خپلې سترګې او پېښې یې له لاسه ورکړي، خو د ژوند له پاره ونه مستقیم په خپل مکان دی او وايي، یوازې دومره، چې په سترګو لېدل وکولی شي، یو ځل بیا د ماینونو د شنډولو ته ادامه ورکړي.