د افغانستان د ازادو خبریالانو د ټولنې رییس رحیم الله سمندر سلام وطندار ته وویل، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي قضیو د څېړلو ځانکړی کمېسیون جوړول د خبریالانو په کاري او ځاني خونديتوب فوق العاده اغیزه لري.
سمندر وايي، چې د دې کمېټې په موجودیت کې دولت دې ته اړایستل کېږي، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې په جدي ډول و څېړي، چې له دې مخکې د خبریالانو پر وړاندې بې پروا و.
د خبریالانو سره د زور زیاتي پېښو ته د لاس رسي ځانګړې کمېټه ۵ غړي لري، ښايي چې د لويې څارونوالۍ تر څار لاندې فعالیت وکړي.
د لويې څارنوالي، د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ملي امنیت لوی ریاست ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د خبریالانو د فدراسیونه یو، یو تن په دې کمېسیون کې به غړیتوب ولري.
د دې کمېټې د کار طریقه په دې ډول ده، که چېرې په خبریال زور زیاتی وشي، نو سم لاسي کمېته خپله غونډه نیسي او د رسنیو د استازو په موجویت کې خپله پرېکړه کوي.
دوی له پرېکړې وروسته له حکومته غواړي، چې پرې عمل وکړي.
تر اوسه پورې لسګونه خبریالان په بېلا بېلو برخو کې د بېلا بېلو بنسټونو له لوري ځورول شوي دي او یا په مرګ ګواښل شوي دي،
خو د خبریالانو دغه دوسیې د بېلا بېلو دلایلو له کبله نه دي څېړلي.
د افغانستان د خبریالانو ټولنې اجرایوي رییس فهیم دشتي وايي، چې د دې کمېټې تشکیل کولی شي، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي دوسیو د ځند بهانې له منځه یوسي او په دې برخې کې زیاتې قضیې له سره وڅېړي.
دشتي زیاتوي، چې د دې کمېټې په جوړېدو سره خبریالان یو ډول په ځان باور پیدا کوي، چې د دوی د تاوتریخوالي دوسیې به د یو بنسټ له لوري وڅېړل شي.
د راپورنو پربنسټ په تېرو کالونو کې په ۶۲۰ برخو کې له خبریالانو سره تاوتریخوالی شوی دی، چې په ۵۹ پېښې د قتل دي او همدا ډول په وروستي یو کال کې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي ۹۵ پېښې ښودل شوي دي.
د دغو پېښو ۲۴ یې سازمان شوې وې.
د افغانستان لویې څارنوالۍ ویلي دي، چې د خبریالانو سره د تاوتریخوالي له دغو پېښو یواځې ۱۲ یې څېړل شوي دي.