یوې حکومتي سرچینې سلام وطندار سره په خبرو کې وویل چې همدا مهال د ولسمشر د ملي امنیت مشاور حمدالله محب د ځایناستي لهپاره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې خبرې روانې دي.
د سرچیني په خبره، د ولسمشرغني د کاري ډلې ترمنځ خبرې نهدي نهایي شوي او د سولي عالي شورا د دارالانشا رییس محمدعمر داودزی، د ولسمشر نږدې مشاور ډاکټر فضل فضلي او معصوم ستانکزی د حمدالله محب د ځایناستو په توګه وړاندیز شويدي.
تر دامهاله دا خبر په رسمي ډول نهدی تایید شوي.
تېره اوونۍ حمدالله محب د افغانستان د سولې لهپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد باندې تور پوری کړیو چې طالبانو ته د مشروعیت او د افغان حکومت څنګ ته کولو هڅه کوي او زیاته کړې یې وه چې ښاغلی خلیلزاد د خپلو شخصي ګټو لهپاره کار کوي.
لهدې څرګندونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ښاغلی محب ور وغوښت او پر خلیلزاد باندې لګېدلي تورونه یې د امریکا پر بهرنیو چارو وزارت تور لګول وبلل.
همدارنګه رویټرز خبري اژانس راپور خپور کړ چې امریکا متحده ایالاتو له حمدالله محب سره اړیکې پرې کړي او پر افغان حکومت یې فشارونه راوړي چې هغه له دندې لېرې کړي.
ورته مطالب:
د محب څرګندونې؛ ټرمپ امنیتي غونده جوړه کړه
محب: له طالبانو سره سوله به د نړۍوال تروریزم د ختمېدو معنا ونهلري