دا څرګندونې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د ولسي جرګې استجوابیه غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه، چې د جوماتونو د ملا امامانو روزنې له پاره یې هڅې روانې کړي، خو فشار پرې راوړلی نه شي.
ولسي جرګې د نن ورځې (شنبه) عمومي غونډې ته د ارشاد، حج او او قافو وزیر، د پوهنې، لوړو زده کړو او د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو معینان وربللي وو، چې په جوماتونو، ځینو پوهنتونونو او ښوونځیو کې د دولت پر ضد د تبلیغاتو او داعشي مفکورې د ترویج په اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځواب ورکړي.
فیض محمد عثماني د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، ټول دیني عالمان د دولت ملاتړي دي، خو وزارت نه شي کولای، د جمعې یا ځانګړو ورځو په اړه د جوماتونو خطیبانو ته خطبې ورکړي.
عثماني وايي، که په اوسنیو شرایطو کې د جوماتونو ملا امامان تر فشار لاندې راولي، ناراضه به شي او دولت به له ستونزو سره مخ شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر وویل، اساسي قانون خلکو ته د بیان ازادي ورکړې او دیني عالمان هم د نورو وګړو او رسنیو په څېر د بیان ازادي لري.
وزیر وویل، چې دوی په پام کې لري، د اسلامي مسایلو په اړه راډیويي خپرونې پیل کړي او د ملا امامانو له پاره به ډېر ژر د خطبو د چمتوکولو او څرنګوالي په اړه یو کتاب هم چاپ کړي.
عثماني وايي، د ملا امامانو د روزنې په موخه یو انسټیټیوت تر کار لاندې دی او د راتلونکي کال په وري میاشت کې به عملا فعالیت وکړي.
د وکیلانو د پوښتنو په ځواب کې د لوړو زده کړو وزارت معین بری صدیقي وویل، دوی یو کمېسیون ټاکلې، چې په پوهنتونونو کې د اسلامي ثقافت مضون له سره وارزوي او دغه راز به د تدریس پرمهال هم څارنه کېږي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت معینې سعیدې مژګان مصطفوي وړاندیز وکړ، چې د رسنیو په قانون دې بیا کتنه وشي او یو څپرکی دې په کې زیات شي، چې رسنۍ باید څه خپاره او څه ډول خپرونې ولري.
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معین ډاکتر محمد شفیق صمیم وویل، دوی په دیني مدرسو او ښوونځیو کې د دیني مضمونونو د تدریس څارنه کړې او هر کال یې په نصاب کې بدلونونه راوستل کېږي.
صمیم وویل، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د نظام پرضد تبلیغات وکړي.