ولایتي شورا او د دغو ولسوالیو اوسېدونکي د ښځینه ډاکترانو او لازمو درملو له نهشتوالی شکایت کوي او وايي چې لهامله یې زیاتره وخت ناروغان مرکزي روغتون ته پر لار مړه شوي دي.
د جوزجان ولایتي شورا غړی شېرمحمد نور سلاموطندار ته وویل، په قوش تپه، درزاب، مردیان، قرقین، خماب او منګه جیک ولسوالیو کې شته کلېنیکونه ښځینه ډاکترانې او لازم درمل نه لري او دې چارې د ناروغانو درملنې په برخه کې خلکو ته سرخوږی پیداکړی دی.
دی وايي، د خلکو دغه ستونزه یې په ځلونو مسوولو چارواکیو سره شریکه کړې خو هېڅ پام یې ورته نه دی کړی.
د یادو ولسوالیو یوشمېر استوګن هم د ښځینه ډاکترانو او کافي درملو له نه موجودیته شکایت لري.
نعمت الله او قربان توردي، په نومونو دوو ځايي خلکو سلاموطندار وویل، چې څوځلې امېدوارې مېرمنې د جوزجان مرکزي روغتون ته پر لاره کې وې مړې.
د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر فرید په قرقین، مردیان، منګه جیک، قوش تپه او خماب ولسوالیو کې د ښځینه ډاکترانو نه شتوالي ستونزه تاییدوي خو وايي، د دغو سیمو خلک د درملو او طبي وسایلو له کمښت سره مخ نه دي.
ډاکتر فرید وايي: «یوه موده کېږي ښځینه ډاکترانې نه لرو لامل یې د سیمو لېرې والی او امنیتي ستونزې دي ځکه خو ښځینه ډاکترانې جرئت نه کوي هغو سیمو ته ولاړې شي سره له دې چې په دغو سیمو کې که ښځینه داکترانې نه شته خو قابلې شته دي؛ خو هغوی ښايي د ډاکترانو په کچه ډېرې اغېزمنې نه وي.»
د عامې روغتیا مرستیال ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به په لوړ امتیاز او معاش سره دغو سیمو لهپاره ښځینه ډاکترانې وګوماري.