جوزجان کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ولایتي دفتر سرپرست حمیدالله بلوچ وايي، د دې ولایت په درزاب، خمآب او مردیان ولسوالیو کې د امنیتي ګواښونو له امله د رایاچونې هېڅ مرکز فعال نهدی.
د نوموړي په وینا، په یادو ولسوالیو کې په ټاکنو کې د ګډون لهپاره نوملیکنه شوې نهده، خو د یاد ولایت په پاتې ۸ نورو اداري واحدونو کې به ټاکنې وشي.
په همدې حال کې د جوزجان یوشمېر اوسېدونکي د دې ولایت په ولسوالیو کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونو اندېښمن کړي او وايي، په منګجیک، قرقین، قوشتېپه، خانقاع او د جوزجان په فیضاباد کې ټاکنو لهپاره اسانتیاوې برابرې شوي نهدي.
د جوزجان اوسېدونکي فېروز حاذق او نجیبالله پهلوان وايي، طالبانو د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، که په ټاکنو کې ګډون وکړي، مجازات به یې کړي. دوی له حکومته غواړي چې د ټاکنو لهپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
بلخوا په جوزجان کې د ټیفا مسوول نقیب اسحاقزی وايي، د بایومټریک سېسټم د رایورکوونکو د نښانونو ترمنځ تفکیک کولی نهشي او همدا لامل دی چې خلک پر ټاکنو بېباوره شوي دي.
د جوزجان مدني فعالان هم له حکومته غواړي چې په یاد ولایت کې د ټاکنو روڼتیا او د خلکو ګډون لهپاره بشپړ امنیتي چمتووالی ونیسي.
د جوزجان د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفتر مسوولانو په وینا، دې ولایت کې د رایاچونې ۱۲۹ مرکزونو له ډلې، یوازې ۶۰ یې فعال دي او ۶۹ نور به د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي وي.