له پېښو سره د مبارزې ادارې مسولین وایي، چې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله ماینونه او نور پاتې شوني چاوديدونکي مواد د خلاصېدو په حال کې دي؛ خو په افغانستان کې د جنګ دوام د دوی د کارونو پر مخ لوی خنډ ګرځېدلی دی.
د افغانستان د پېښو په اداره کې د ماین پاکۍ او تنظیم مشر محمد شفیق یوسفي وايي، چې له هر جنګ څخه پاتې شوني چاودېدونکي توکي پاتې کيږي او د دغو هرو توکو چاودېدل له بې ګناه او ملکي وګړو قرباني اخلي.
افغانستان نن دوشنبه د (نومبر ۹مه) د ماین پاکۍ د سيمه ییزې ناستې کوربه و.
تېر کال همدغه ناسته په ایران کې ترسره شوه.
د ماین پاکۍ په برخه کې د اطلاعاتو تبادله او د تجربو شریکول د دغو ناستو یو له اصلي موخو بلل کيږي.
افغانستان، تاجکستان، ایران او اذربایجان د دغو ناستو غړي هېوادونه دي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزیر ویس احمد برمک وايي، چې د افغانستان د ماین پاکۍ برنامه د بوديجې له کمېښت سره مخ ده او که چېرې نړيوال بنسټونه له دغه بنسټ سره مرسته ونه کړي، نو افغانستان به تر ۲۰۲۳م ز کاله پورې له ماينونو او نورو چاودېدونکو توکو پاک نه شي.
ویس برمک زیاته کړه، چې له تېرو ۲۶ کلونو راهیسې د افغانستان د ټولې جغرافيې ۸۰ سلنه برخه د جنګونو له امله له پاتې شویو چاودېدونکو توکو او ماینونو پاکې شوي او شاوخو ۲۰ سلنه نور به يې تر راتلونکو څلورو کلونو یعنی تر ۲۰۲۳م ز کاله پورې به پاکې شي.
د دغې ادارې د شمېرو له مخې هره میاشت ۱۰۰ تنه ملکي وګړي د ماينونو او نورو چاوديدونکو توکو له امله زیانمن کيږي.
د افغانستان د پېښو په اداره کې د ماین پاکۍ او تنظیم مشر په وينا، د ماين پاکۍ کارکوونکي د ماین پاکولو په هدف ناامنیو سيمو ته هم ورځي؛ خو دغه کار کوونکي هم له امنيتي ګواښونو سره مخ دي او د ۲۰۱۲م ز کال راهیسې شاخوا ۵۰ تنه ماین پاکان د وسله والو له خوا وژل شوي دي.
همدارنګه د افغانستان د ماین پاکۍ ادارې مشر د شمېرو پر بنسټ، تر اوسه له ۲۹ میليونو زیات د پرسونل ضد ماینونه او نور انفجاري توکي په ټول هېواد کې خنثا شوي دي.