جمیله هغه غزنيچۍ جلۍ ده چې د روزګار ستونزو او مشکلاتو له امله له یو پنډ هیلو سره یې د کورنۍ په ګډون د سفر موزې په پښو کړې او پاکستان ته کډواله شوه. هغه وايي چې د پاکستان په اړه یې هېڅ ډول معلومات نهلرل او ټول اطلاعات یې پهدې هېواد کې د خوراکي موادو د ارزانۍ تر کچې راټول وو.
جمیله په پاکستان کې د کډوالۍ کلونه د ژوند تر ټولو بدترینه ورځې بولي او وايي، هغه مهال یې بېچارهګي په رښتیني معنا حس کړېده. هغه وايي، له سهاره ترمهاښامه او له ماښامه تر سهاره یې ټوله هڅه دا وه چې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي؛ خو د میاشت په پای کې یې بېخي کم بدلون کولو.
د جمیلې مور ګلدسته وايي چې په شپو ـ شپو وږي پاتې دي او په زرګونې شپې یې له ستونزو سره تېرې کړېدي. د ګلدستې کورنۍ په څه مودې وروسته په پاکستان کې له داسې سړي سره مخ شول چې کډوالو ته یې د استوګنې ترڅنګ د کار اسانتیا برابروله. دې سړي د ګلدستې کورنۍ قالیناوبدلو ته لېواله کړه؛ خو ډېرې پيسې به خپل همدې سړي جېب ته اچولې او د «وخوره مه مره» په اندازه پیسې به یې د ګلدستې کورنۍ ته ورکولې. دې حالت په کلونو دوام وموند او هېڅوک د دوی کورنۍ ته د ستونزې د حل لهپاره ورنهغلل.
د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو رییس عبدالخالق احمدي وايي، په روان کال کې له ۵۰۰ډېرې کورنۍ له بېلابېلو هېوادونو نه غزني ته ګرځېدلې چې خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي. د ده په خبره، د محلي ادارې او نورو بنسټونو له لوري ورته یو اندازه مرستې رسېدلي؛ خو بسنه نهکوي.
د غزني د والي ویاند محمدعارف نوري وايي چې د غزني زیاتره کډوال په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي او تر هغو چې ورته د کار زمینه نه وي برابره شوي؛ ستونزې به یې ختمې نهشي.
په غزني کې د کډوالو نړۍوال سازمان یا (IOM) مسوولان وايي چې پهدې ولایت کې یې نظامي کارکوونکیو، د کډوالو چارو ریاست کارکوونکیو او مدني فعالانو ته د انسانيقاچاق د قضیو په اړه روزنې ورکړېدي.
په غزني کې د دې سازمان یو کارکوونکی انعامالله ګوهر سلام وطندار ته وايي، تر اوسه پهدې ولایت کې ۳۰۰ تنه ماشومان پېژندل شوي چې ایران او پاکستان ته په مستقیمه توګه قاچاق شوي او اوسمهال د کډوالۍ نړۍوال سازمان په مرسته ښوونځیو کې شامل شوي او ځېنې روغتونونو ته معرفي شويدي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانېزم (NRM) ، د افغانستان دولت د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق سره د مبارزې عالي کمېسیون له لوري جوړ او تدوین شویدی. د دې میکانیزم موخه لارښوونه کوي چې د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق د قربانیانو د ملاتړ، پېژندنې او ارجاع په پار د دولت او مدني ټولنو لارښوونې لهمخې قاچاقیان وپېژني او د انسانيقاچاق سره د مبارزې قانون د (۲۰۱۷ کال مصوبې) پر اساس یې قضايي ارګانونو ته معرفي کړي.
د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق له قربانیانو سره د بیا راستنېدنې مرستې ملي مکانېزم په نهمه ماده کې داسې لولو:
. د تخصصي خدمتونو وړاندې کول (روغتیايي، رواني، حقوقي مشوره، معیشتي، استوګنیز او روزني.)
. قربانیانو ته د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق اړوندو دوسیو په اړه اطلاعورکول.
. د قربانیانو کورنیو ته د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق قربانیانو د سلامتۍ او خوندیتوب په تړاو ډاډ ورکول.
. د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق قربانیانو ته د هغوی د محرمیت د ساتنې ډاډ ورکول.
. انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق قربانیان باید د جنايي څېړنو پرمهال د مظنون او تورن په نامه تکلیف نهشي.
. د انسانيقاچاق او کډوالۍ قاچاق قربانیانو مشروع غوښتنو ته احترام.
انساني قاچاق ـ چې د بشري حقوقو د فعالانو له لوري د غلامۍ نوی ډول پېژندل شوی ـ هغه پدیده ده چې په ډېرو هېوادونو کې یې قربانیان لیدل کېږي. د شنونکیو په باور، په افغانستان کې د دې پدیدې د مخنیوي په اړه ډېرې هڅې شوې دي چې مثبتې پایلې یې ورکړېدي.
ورته مطالب: