د بار وړونکو موټرو یو شمېر چلوونکي شکایت کوي، چې د تګ را تګ پر مهال د تورخم په دواړو خواوو کې ۷ امنیتي پوستو په ناقانونه توګه پیسې اخلي.
دوی سلام وطندار ته وویل، چې له مالیاتو ورکولو پرته په ناقانونه توګه د تورخم ـ پېښور په لار کې په اجباري ډول ترې پیسې اخیستل کېږي.
د خیبر ایجنسۍ بار وړونکو موټرو د اتحادیې مسوول شاکر افریدي سلام وطندار ته وویل، نه یوازې په خیبر ایجنسۍ کې له موټر چلوونکو پیسې اخیستل کېږي، بلکې افغان پولیسو هم له ډرېورانو پیسې اخلي.
افریدی وايي، چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو ترینګلتیا یې په کاروبار منفي اغیز کړی او په ځانګړي ډول موټر چلوونکي له زیاتو ستونزو سره مخ دي.
د ده پر خبره، له دې مخکې د تورخم له لارې په منځني ډول د ورځې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ بار وړونکو موټرو تګ را تګ کولو، چې اوسمهال د ناقانونه پیسو اخیستلو او زورولو له امله د موټرو په تګ را تګ کې کموالی راغلی دی.
دغه زار په پېښور کې د یوې امنیتي پوستې قوماندان ضل خان وايي، که د ناقانونه پیسو اخیستلو په اړه اسناد ورته وړاندې شي، له عاملینو سره به یې قانوني چلند وکړي.
له بل لوري د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی له موټر چلوونکو د ناقانونه پیسو د اخیستلو موضوع تاییدوي او وايي، د امنیتي ځواکونو په همکارۍ یې هغه کسان نیولي، چې د تورخم په دې خوا کې یې له موټر چلوونکو ناقانونه پیسې اخیستلې.
د راپورونو پر بنسټ تېر کال د افغانستان او پاکستان تر منځ د کلنۍ سوداکري کچه ۲،۵ میلیارډه ډالره وه.
د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسوولینو پر خبره له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې د افغان سوداګرو لېوالتیا ۵۰ سلنه راکمه شوې ده.
اټکل کېږي، چې سږ کال به له پاکستان سره د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ کچه یو میلیارد ډالرو ته راټېټه شي.