د تر ځمکې لاندې اوبو کموالی؛ کابل بې‌اوبو کېږي

د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان وايي، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبه د پام وړ کمې شوي او ښايي په راتلونکو کلونو کې پلازمېنه د اوبو کموالي له ناورین سره مخ شي.

په کابل ښار کې د څښاک اوبو او د اوبو د سرچینو کموالی لامل شوی چې خلک په خپل سر او له جواز پرته ژورې څا‌ګانې ووهي او تر ځمکې لاندې اوبه راوباسي.

د چاپېریال ساتنې برخې د کارپوهانو په باور، په کابل ښار کې په بې‌غورۍ سره د تر ځمکې لاندې اوبو کارول، د وګړیو د شمېر زیاتوالی، د اوبو ډېر لګول، د ژورو څا‌ګانو کیندل او د لامبلو حوضونه لامل شوي چې پلازمېنه د اوبو له کموالي سره مخ شي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس محمدکاظم همایون وايي، که په کابل کې د ژورو څاګانو کیندل مدیریت نه شي، د اوبو کموالی به د خلکو پر ژوند او چاپېریال ناوړه اغېزې وکړي چې په کمه موده کې یې جبرانول ناشوني دي.

کابل ښاریان د تر ځمکې لاندې اوبو پر کموالي د نیوکې تر څنګ وايي، د حکومت او خلکو د بې‌غورۍ له کبله په وروستیو کلونو کې تر ځمکې لاندې اوبه کمې شوې دي.

شمس د کابل په کارته‌ سخي سیمه کې اوسېږي. هغه سلام‌وطندار ته ویلي چې د اوبو رسونې شرکتونو د دوی کورونو ته نږدې تر ۲۰۰ مترو څا‌ګانې کیندلي چې په سیمه کې د اوبو د کموالي لامل شوې دي.

د کابل لوېدیځه برخه هم د اوبو له کموالي سره مخ ده. د برچي یو اوسېدونکی وايي چې په دې سیمه کې تر پنځوس مترو پورې لاندې اوبه نشته. هغه هم په خپل سر د څاګانو ډېر کیندل د اوبو د کموالي لامل بولي.

د پلازمېنې اوسېدونکي ښاریانو ته د څښاک اوبو رسولو په برخه کې د حکومت پر کار نیوکې کوي او وايي، که د خپلسرو او ناقانوني څاګانو د کیندلو مخه ونه نیول شي، په نږدې راتلونکي کې به کابل د څښاک اوبو له سخت کموالي سره مخ شي.

د ژورو څا کیندلو شرکتونو مسوولان بیا ادعا کوي له سوداګرۍ وزارت نه یې د فعالیت جواز اخیستی او د خلکو غوښتنې ته په پام او د توافقي نرخ له مخې، هر ځای چې خلک وغواړي، څاګانې ورته کیندي.

د هغوی په وینا، په کابل کې د ژورو څاګانو کیندلو نرخ د متر پر اساس دی او په هر متر له ۱۵ نه تر ۱۰۰ ډالرو پورې لګښت راځي.

د ژورو څاګانو د کيندلو یوه شرکت رییس هارون وايي، نږدې پنځه کاله وړاندې د څا کیندلو منځنۍ کچه ۵۰ متره وه، خو اوس ۱۲۰ مترو ته رسېدلې ده.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې ریاست مسوولان وايي، په هره سیمه کې تر ځمکې لاندې اوبو کچه توپیر کوي او په کال کې له ۲ نه تر ۵ مترو پورې کمېږي.

د دوی په وینا، د تېرو ۱۰ کلونو په پرتله، شمېرې ښيي چې په ځینو سیمو کې د اوبو کچه ۵ متره او په ځینو نورو کې بیا له ۴۰ نه تر ۵۰ مترو پورې کمه شوې ده.

د اوبو د تنظیم ملي ادارې تر ځمکې لاندې اوبو د سرچینو رییس ولي‌الله عاقلي وايي، په کابل کې د کال سل میلیونه متر مکعب د ځمکې لاندې اوبه استخراجېږي او دغه کچه د کابل ښاریانو لپاره بسنه نه کوي.

هغه زیاتوي، د کابل له ۳۰ تر ۳۵ سلنه پورې اوسېدونکي د دولتي اوبو رسولو له شرکتونو نه ګټه اخلي.

عاقلي همدارنګه وايي، د خلکو د اړتیا وړ اوبو برابرولو لپاره د اوبو د تنظیم اداره لنډمهاله، منځ‌مهاله او اوږدمهاله پلانونه لري او د بوتلي خصوصي شرکتونو، حمامونو، حوضونو او د ژورو څا کیندلو شرکتونو له‌خوا د اوبو بې‌ساري لګښت مخنیوی کوي.

د هغه په وینا، یوازې د ګوتو په شمېر شرکتونه د ژورو څا کیندلو جواز لري او پاتې ټول په ناقانونه توګه دغه کار ته دوام ورکوي.

د ژورو څا کیندونکو شرکتونو او د خصوصي معدني اوبو شرکتونو د کره شمېر مالومولو په موخه مو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت او د کابل ښاروالي ته چې ویل کېږي د دغو شرکتونو د چارو تنظیم او جواز ورکولو مسووله ده، مراجعه وکړه، خو ټول یو د بل په مسوول بللو سره د مالوماتو له وړاندې کولو اوږې سپکوي.

تر دې مخکې د اوبو او برښنا وزارت د خپلو څېړنو له مخې، ورځ تر بلې په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام