د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د مرسي د اعدام پر خلاف لاریونونه وشول

د مصر یوې محکمې د دغه هېواد د پخواني ولسمشر محمد مرسي د اعدام د حکم په اورولو سره د دې پرېکړې د غندنې لپاره د ترکیې په بېلابېلو ښارونو کې د خلکو له خوا لاریونونه وشول.

 مرسي ته د عدام دغه سزا په ۲۰۱۱زېږديز کال کې د یو زندان ماتولو او د ګڼو زندانیانو د تېښتې په تور تورن بلل شوی و. د مرسي لپاره د اعدام سزا د (مې) میاشتې په لومړیو کې وټاکل شوه، خو له هغې وروسته تایید شوه، چې د مصر لوی مفتي پرې خپل نظر ورکړ او بلاخره د (۲۰۱۵ د جون په ۱۶مه) د مصر یوې محکمې د محمد مرسي د اعدام سزا تایید کړې ده.

د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي ته د دغه هېواد د اوسني نظام له خوا د اعدام د سزا په اورولو د ملګرو ملتونو سر مشرۍ او ځېنو هېوادونو اندېښنې په ډاګه کړې دي.

د ملګرو ملتونو مشر بانکي مون د محمد مرسي د اعدام د پر پرېکړه اندېښنه څرګنده کړې، په داسې حال کې چې امریکا هم مرسي ته د اعدام د سزا په اورولو اندېښنه ښيي او دغه پرېکړه یوه سیاسي توطیه بولي.

بل لور ته د ترکيې په انقرې او استانبول ښارونو کې په زرګونو ترکانو د مصر نماینده ګیو مخې ته احتجاجیز لاریون وکړ او لاریوانولو د محمد مرسي پر پلوۍ شعارونه ورکړل.

په ترکیه کې لاریونوالو د مرسي د اعدام پرېکړه غیر عادلانه وګڼله او د ده د لپاره د دغې ټاکل شوې سزا په اړه یې د نړۍ د هېوادونو خاموشه پاتې کېدل وغندل.

له بل لوري مرسي ته همدا نن د فلسطیني حماس ډلي د جاسوسۍ په تور د عمري زندان سزا اعلان شوې ده.

په مصر کې د (۲۰۱۱) زېږديز کال کې شوی پاڅون د حسن مبارک د ۳۰ کلنې واکمنۍ پای ته رسېدو لامل شو او له هغه یو کال وروسته مرسي د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د (۲۰۱۳ جولای) کې د مصر پوځ له سختو لاریونونو وروسته مرسي له واکه لرې کړ.

مرسي همدا اوس، د خپلې ولسمشرۍ په تازه وختونو کې د لاریونوالو د نیولو او ځپلو د امر د ورکولو پر تور د ۲۰ کلن زندان سزا تېروي.

د مصر د دولتي ټلوېزیون په خپور شوي راپور کې ویل شوي، چې اخوان المسلمین د فلسطین له حماس سره په ګډه د مصر ختیځو پولو کې د نفوذ کولو او پر زندانونو د برید پلان درلود.

مرسي، د هغه وخت د پوځي چارواکي او اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي له لورې ګوښه شو او له هغه وروسته له بېلا بېلو تورونو سره زندان ته واستول شو.

د مصر ابتدایه محکمې په ۲۰۱۳ زېږديز کال کې د مرسي له ګوښه کولو وروسته له سلو زیات مرسي پلوي کسان په اعدام محکوم کړل.

په همدې مهال کې د مرسي پلویانو د هغه پر خلاف دغه ټول تورونه ملنډې بللې دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام