د ترازوګانو له غیرفعالیدو وروسته د هرات لویو لارو ویجاړېدل

د هرات ولایت د ټولګټو ریاست مسوولان د دې ولایت د لویو لارو ویجاړېدو ځنې په اندېښنې پر مرکزي حکومت نیوکه کوي.

د هرات د ټولګیو رییس حبیب‌‌الله تیموري وايي، د هرات ولایت د ورودي دروازو ترازوګان له ۶ میاشتو راهیسې غیرفعال شوي دي او هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ موټر چې له ټاکلې اندازې زیات بار لري د سړکونو ویجاړېدو سبب شوي دي. د تیموري په خبره، دغه سړکونه او واټونه بیاځلي پخېدو ته اړتیا لري.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد دغه اندېښنې پرځای بولي. دی وايي، ګمرکونو ته دنده سپارل شوې چې د اضافه وزنو موټر مخینوي وکړي.

په ورته وخت کې د ټولګټو وزارت ویاند مهدي روحاني سلام‌وطندار ته وايي، د لویو لارو په اوږدو کې په لګېدلو ترازوګانو کې د فساد په اړه د خپرو شویو راپورونو نه وروسته د اقتصاد عالي شورا د ولسمشر په پرېکړه په ټولو لویو لارو کې ۲۲ ترازوګانې وتړلې.

له‌دې سره ښاغلی روحاني وايي، تر یوې میاشتې پورې به په لویې لارې ګرځنده ترازو فعاله شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام