د تخار د ولایتي شورا غړې لطیفه سعیدي له خپلو وسله والو کسانو سره په یو کور ورغلي او د کورنۍ ۳ غړي یې په چاقوانو ټپیان کړي دي.
د دې کورنۍ پلار شیخ عبدالحمید سلام وطندار ته د دې مطلب په څرګندولو سره وویل، چې اغلې سعیده د تېرې (سه شنبې) شپې په لومړیو کې له خپلو وسله والو سره د دوی کور ته ننوتله، دی، ښځه او یوه لور یې ور ټپۍ کړه.
د عبدالحمید پر وینا، د ولایتي شورا دې غړې یې له کوره د یو بیک اسنادو او مدارکو تر څنګ پیسې هم له ځان سره وړې دي.
خو سعیدې د سلام وطندار سیمه ییز خبریال ته ویلي، چې له اسنادو ډک بیک یې خپل و او کله یې چې وړلو پسې راغلله؛ نو دوی ورسره مقاومت وکړ، چې د ځان د دفاع په پار یې د دې کورنۍ غړي ټپیان کړل.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر وویل، چې د دې پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې روانې دي.
راپورونه وايي، چې تېر کال هم د ولایتي شورا دې غړې یو ترافیک پولیس ډبولی و.