د تخار معترض نوماندان؛ د ولسمشرۍ ټاکنو د تحریمولو خبرداری

تخار کې یو شمېر ښځو د ولسي جرګې له معترضه نوماندانو څخه په ملاتړ د پرلت خېمه وهلې ده.

دغه ښځې وايي، تر هغو به اعتراض ته دوام ورکوي چې د معترضه نوماندانو غوښتنو ته لاس‌رسی نه وي شوی.

پرلتوالې ښځې وايي، له غیربایومتریک شویو رایو څخه د بایومتریک شویو هغو بېلول او د تخار د ټاکنیزو کمېسیونونو د مسوولانو ګوښه کول؛ د معترضه نوماندانو غوښتنې دي چې باید عملي شي.

دوه اعتراض کونکې حسینا او مریم وايي، دوی په ټینګار سره غواړي چې حق حقدار ته وسپارل شي او د دوی کارېدلې رایې بې‌ځایه لاړې نه‌شي.

تخار کې د ولسي جرګې ټاکنو ته د معترضو نوماندانو مدني اعتراضونو څخه ۲۶ ورځې تېریږي او له تېرو شپږو ورځو راهیسې یې د تخار والي دفتر مخې ته د پرلت خېمه هم درولې.

همداراز له تېرو دوو ورځو راهیسې يې د لویې څارنوالۍ، د ښځو چارو ریاست، د چاپېریال ساتنې، د تدریسي معاونیت او د مستوفیت ادارې دروازې هم تړلې دي.

معترض نوماندان خبرداری ورکوي، که‌چېرې یې غوښتنو ته لاس‌رسی ونه‌شي؛ تخار کې به حکومتي بنسټونه وتړي او خپل اعتراضونه به سراسري کړي.

تخار کې دوه معترضه نوماندان استاد خلیل بیژن او خیر محمد تیمور په‌دې ولایت کې د لاریونونو کېدل، د پرلت خېمې درول، د ولایت دروازې تړل، د کمېسیونونو د دروازو بندول د حکومت له‌پاره ستر بې عزتي ګڼي او له حکومته غواړي چې دې حالت ته د پای ټکی کېږي او د دوی غږ واوري.

دغه پرتلوال په اعتراضیه ډول وايي، که حکومت همداسې پټه خوله پاتې شي او غوښتنو ته یې لاس‌رسی ونه‌شي، راتلونکیو ورځو کې به د بدخشان ـ کابل لویه لاره هم وتړي.

د دغو معترضانو اصلي غوښتنې تخار کې د ټاکنیزو کمېسیونونو د نویو مدیرانو په حضور کې د پارلماني ټاکنو د بایومتریک شویو او غیربایومتریک شویو رایو بیا شمېرل دي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام