د تخار درقد ولسوالۍ کې طالبانو د عمري ښارګوتي بازار پرانیست

د تخار درقد ولسوالۍ په شورعرب سیمه کې د عمري ښارګوټي بازار جوړولو چارې څو میاشتې مخکې پیل شوې وې، چې اوس طالبانو د دغه ښارګوټي بازار پرانیست.

د درقد ولسوالۍ یوشمېر اوسېدونکیو د نوم نه خپرولو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، طالبانو د شورعرب بازار پرانیستی او د سیمې اوسېدونکي په زور اړباسي چې په دغه بازار کې راکړه ورکړه وکړي.

د تخار امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر هم وایي چې د سیمې اوسېدونکي په شورعرب بازار کې چې طالبان یې اداره کوي راکړه ورکړه کوي.

د ښاغلي اسیر په وینا  اوسمهال په دغه بازار کې ۲۰ هټۍ فعالې دي.

د سیمې اوسېدونکیو په وینا طالبانو په عمري ښارګوټي کې له ۶۰۰ د ډېرو هټيو جوړولو امر کړی دی او خلک په زور دې ته اړ کوي چې په دغه بازار کې هټۍ ونیسي.

اخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي د تخار درقد ولسوالۍ د شورعرب بازار د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو پربنسټ جوړشوی دی او ټاکل شوې نور هم پراخ شي.

به اشتراک بگذارید:
به اشتراک گذاری بر روی facebook
به اشتراک گذاری بر روی twitter
به اشتراک گذاری بر روی telegram
به اشتراک گذاری بر روی whatsapp
به اشتراک گذاری بر روی email
به اشتراک گذاری بر روی print

این مطلب در آرشیو سلام وطندار ذخیره شده است.

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام